د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د پکتيکا له والي سره د خبريالانو ستونزې شریکې کړې

WhatsApp Image 2024-02-13 at 10.06.00_9b93bc24.jpg

25 دلو 1402

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په پکتيکا ولايت کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د دغه ولاي له والي مولوي فيض الله جمال سره د حل په موخه شریکې کړې. په دغه ناسته کې د ياد ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي محمد امين حذیفه هم برخه اخېستې وه.


په پکتيکا ولايت کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې استازي خيرالدين ذکي د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره، د خبريالانو ستونزې، په دغه ولایت کې د رسنيو ټوليز وضعيت، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبريالانو خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وکړې.


په ناسته کې د پکتیکا والي له قانوني لارو څخه د سيمه ييزو رسنيو او خبريالانو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې سیمه ييزې ادارې به خبريالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې اسانتياوې لا ډېرې کړي.


‏د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.