د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د هلمند ولايت د دولتي چارواکو، ځايي خبریالانو او د رسنيو مسوولينو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناستې وکړې.
په دې ناستو کې، د هلمند مرستيال والي مولوي محمد نبي حماس، د دغه ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر رييس مولوي محمد امين بدخشاني، د ولايت مقام وياند مولوی محمد قاسم رياض او د هلمند ولايت د ځایي رسنيو مسوولينو او خبریالانو برخه اخېستې وه.
له حکومت سره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د همغږۍ مسوول مطیع الله سرور د دې ترڅنګ چې د یاد ولایت د خبریالانو ستونزې له حکومتي چارواکو سره شریکې کړې، اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي، د خبریالانو په خوندیتوب او د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ په ټینګښت خبرې اترې وکړې.
مسوولينو ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به چارواکي خبريالانو ته د کار په برخه کې اسانتیاوې لا ډېرې کړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه به لا غښتلې شي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.



