د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په نيمروز ولایت کې د خبریالانو رسنيو د ستونزو د حل به موخه د دغه ولایت له چارواکو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې وکړې وکړې.
دغه ناستې د نیمروز د والي شیخ محمد قاسم خالد او د غه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس مفتي حبيب الله الهام په ګډون ترسره شوې.
له حکومت سره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د همغږۍ مسوول مطيع الله سرور له چارواکو سره د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د شریکولو سربېره اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو خونديتوب او د حکومت او رسننيو درمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
د نيمروز ولايت حکومتي چارواکو د رسنيو د ارزښت او ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبريالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې اسانتياوې لا ډېرې کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.

