د افغان خبريالانو خونديتوب کميټې د پنځو ولايتونو له دولتي چارواکو سره دعدالت غوښتنې غونډې وکړې

WhatsApp Image 2024-01-09 at 17.43.52_ec63885e.jpg

3 حوت 1402

 د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې په کونړ، نورستان، لغمان، زابل او لوګر ولایتونو کې د خبریالانو د ستونزو حل په موخه د دغو ولایتونو له دولتي چارواکو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې غونډې وکړې.


په دغو ناستو کې د لوګر ولايت وياند صديق احمد صديقي، د نورستان د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو آمر فضل حق خالقيار، د لغمان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند او مطبوعاتي مسوول ملا محمد يونس يوسفي، د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند او مطبوعاتي مسوول قاري ذبيح الله جوهر، د کونړ د استخباراتو وياند قاري ابوذر او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


‎په دې ناستو کې د رسنیو د اقتصادي ستونزو د هواري، کره او پر وخت معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د خبریالانو د خوندیتوب او د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.


‎د همغږۍ او عدالت غوښتنې په دغو غونډو کې مسوولينو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به دولتي ادارې د خبريالانو لپاره د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کې همکاري کوي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره هڅه کوي.