د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د څلورو ولايتونو مسوولينو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

9 حوت 1402

د فغان خبریالانو خوندیتو کمېټې د د ارزګان، غزني، زابل او پکتيکا ولايتونو له حکومتي چارواکو، د رسنيو مسوولينو او خبريالانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې دقيقو او پر وخت اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي، د رسنيو د فعاليت د جوازونو تمدید، د رسنیو د برېښنا لګښتونو کې د کمښت راوستو، خبریالانو ته د مسلکي روزنې د زمینو برابرول، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د رامنځته کېدو او د رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل په اړه بحثونه وشول.


دا غونډې د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي حميد الله نثار، د ارزګان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي آغا ولي قريشي، د پکتيکا د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي محمد امين حذيفه، د زابل د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي رحمت الله حماد، په دغو ولايتونو کې د کمېټې استازو، د سيمه ييزو ادارو او رسنيو مسوولينو او خبريالانو په ګډون جوړې شوې وې.


په دغو ناستو کې چارواکو ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به د دغو ولايتونو دولتي ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي او خبريالانو سره د همکارۍ برخه کې اسانتياوې ډېرې کړي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.