د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په کاپیسا ولايت کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د دغه ولايت له والي مولوي اسدالله سنان سره د حل په موخه شریکې کړې.
په کاپیسا ولايت کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې استازي سعدالله صالحي د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره، د خبريالانو ستونزې، په دغه ولایت کې د رسنيو ټوليز وضعيت، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبريالانو خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وکړې.
په ناسته کې د کاپیسا والي له قانوني لارو څخه د سيمه ييزو رسنيو او خبريالانو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې سیمه ييزې ادارې به خبريالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې اسانتياوې لا ډېرې کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.