د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې به نیمروز ولايت کې د رسنيو او خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د دغه ولايت له مسوولينو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې غونډه وکړه.
په دغه ناسته کې د نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد او د دغه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس مفتي حبيب الله الهام برخه اخېستې وه.
په نیمروز کې د کمېټې استازي عبدالغفار عزيزي په دغه ناسته کې د کمېټې په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره، دغه ولايت کې د رسنيز کار ټوليز وضعيت، د خبريالانو ستونزې، پر او او دقيق اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د خبريالانو خونديتوب او د رسنيو او حکومت ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د نيمروز والي ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې د خبریالانو ستونزو ته د رسېدو او اطلاعاتو پر وخت شریکولو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.