د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د می درېيمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ کابل کې ونمانځله.
په دغه ناسته کې د کورنيو چارو وزارت ویاند، د يو شمېر ملي رسنيو مسوولينو، خبريالانو او د رسنيو د ملاتړ يو شمېر بنسټونو مسوولينو برخه اخېستې وه.
د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې د ملګرو ملتونو لخوا په عمومي اسامبلۍ کې تصويب شوې چې له مخې يې، د رسنیو د ازادۍ پر بنسټیزو اصولو، له رسنيو د حکومتونو ملاتړ، د رسنیو د ازادۍ عمومي وضعیت څېړنې او د هغو خبریالانو ياد تازه کولو باندې ټينګار شوی چې په رسنيز کار کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دغه ناسته کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې سرپرست او مرستيال عبدالقديم وياړ وويل، په وروستيو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي خو بسنه نه کوي. هغه دغه راز د رسنيو سرغړونو کمېسيون فعاليت يو مثبت ګام ياد کړ او د دغه کمېسيون د چارو پر اغيزو يې ټينګار وکړ.
د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع په خپلو خبرو کې وويل چې د اسلامي امارت د پاليسۍ او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د بيان له ازادۍ ملاتړ کوي.
د طلوع نيوز مسوول ذبيح الله سادات په دغه غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو خبرې وکړې او وويل چې حکومت بايد خبريالان او رسنۍ معلوماتي خلا کې پرنږدي او بايد د حکومت او رسنيو ترمنځ لازمه همغږي موجود وي.
د اريانا نيوز خبرياله فرحناز فريبرز هم په دغه غونډه کې د ښځينه خبريالانو پر ستونزو وغږېده او وويل چې ښځينه خبريالانې لومړي لاس اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري او له حکومت څخه يې په هغو ولايتونو کې چې د ښځينه خبريالانو شمېر په کې صفر دی، د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.







