د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړې استازې سره ناسته وکړه

WhatsApp Image 2024-05-03 at 16.00.13_627ec3c0.jpg

16 ثور 1403

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د می درېيمې د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اتنبايووا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښوونيز، علمي او فرهنګي سازمان يا (UNESCO) له مشرې پاتريشيا مک فليپس سره د عدالت غوښتنې ناسته وکړه.


د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړې استازې سره به دغه ناسته کې له حکومت سره د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د همغږۍ مسوول مطيع الله سرور د رسنيو قانون، د خبريالانو او رسنيو اقتصادي ستونزو او د خبريالانو او رسنيو يو شمېر نورو ستونزو په تړاو خبرې وکړې او د ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.


د يوناما مشرې د خبريالانو د ستونزو حل په برخه کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د هڅو ستاينه وکړه او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.


د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې د ملګرو ملتونو لخوا په عمومي اسامبلۍ کې تصويب شوې چې له مخې يې، د رسنیو د ازادۍ پر بنسټیزو اصولو، له رسنيو د حکومتونو ملاتړ، د رسنیو د ازادۍ عمومي وضعیت څېړنې او د هغو خبریالانو ياد تازه کولو باندې ټينګار شوی چې په رسنيز کار کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.