د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو او نشراتو د څار رييس سره ولیدل

1.jpg

20 ثور 1403

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو او نشراتو د څار رييس عبدالواحد ريان سره ولیدل.


په دغه ناسته کې، په هېواد کې د رسنيو د ټوليز وضعيت، د ټوليزو رسنيو قانون، په کندهار کې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تظيم ادارې (اترا) لخوا د ځينو سيمه ييزو رسنيو د فريکونسۍ جواز د تمديد ستونزې او د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د فعاليتونو په تړاو خبرې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د قضيو د برخې مسوول جميل وقار په دغه ناسته کې د خبريالانو ستونزې شريکې کړې او د حل غوښتونکی يې شو.


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو او نشراتو د څار رييس عبدالواحد ريان د رسنيو له چارو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وويل چې د تېر په پرتله د رسنيو د کار وضعيت ښه شوی او د حکومتي چاروتاکو او رسنيو ترمنځ اړينه همغږي رامنځته شوې ده.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.