د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په غور ولايت کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د دغه ولايت له والي ملا احمد شاه دين دوست سره د يوې ناستې پرمهال شريکې کړې.
په غرب زون کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي همغږي کوونکي شميل احمد مشعل په دغه ناسته کې د کمېتې په تړاو د معلوماتو شريکولو سربېره، په دغه ولايت کې د رسنيو د ټوليز وضعيت، د خبريالانو د ستونزو، اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي او د خبريالانو خوندیتوب په تړاو خبرې وکړې.
په ياده ناسته کې، د غور والي ژمنه وکړه چې له رسنيو سره به خپله همکاري زياته او دولتي ادارې به خبريالانو ته د اطلاع ورکوونې برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.

