د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د لغمان له والي سره د خبريالانو ستونزې شريکې کړې

WhatsApp Image 2024-04-28 at 15.06.15_cf7c45fb.jpg

25 ثور 1403

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په لغمان ولايت کې د خبريالانو او رسنيو ستونزې د دغه ولايت له والي شيخ شير احمد حقاني سره شريکې کړې.


په دغه ناسته کې، د لغمان د اطلاعاتو او کولتور رييس عبدالنور رسولي، د کمېټې ولايتي استازي، د ځايي رسنيو مسوولينو او يو شمېر خبريالانو هم برخه اخېستې وه.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايتي استازي ميرويس خواخوږي په دغه ناسته کې د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شريکولو سربېره، د رسنيو د اقتصادي ستونزو، په دغه ولايت کې د رسنيو او خبريالانو ټوليز وضعيت، اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي او د دوی د خونديتوب په تړاو خبرې وکړې.


په دغه ناسته کې، حکومتي چارواکو د کمېټې د فعاليتونو د قدرونې ترڅنګ خبريالانو ته د ظرفيت لوړونې او نورو ښوونيزو پروګرامونو د جوړېدو غوښتونکي شول.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.