د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي معينيت سرپرست سره ولیدل

WhatsApp Image 2024-05-16 at 10.30.43_da961f3b.jpg

30 ثور 1403

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې، په بغلان ولايت کې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو او نشراتو د معينيت سرپرست مولوی ضیاالحق حقمل سره ولیدل.


په بغلان ولايت کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېتې ولايتي استازي عبدالواحد وحدت په دغه ناسته کې د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شريکولو سربېره، په بغلان کې د رسنيو د ټوليز وضعيت، اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي او د دوی د خوندیتوب په تړاو خبرې وکړې.


په دغه ناسته کې، ښاغلي حقمل په بغلان کې د رسنيو او خبريالانو د ستونزو پر حل ټينګار وکړ او وويل چې دا ستونزې به د حل په موخه د اسلامي امارت له رهبرۍ او نړۍوالو بنسټونو سره د حل په موخه شريک کړي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.