د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کونړ او زابل ولايتونو له مرستيالانو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

1.jpg

31 ثور 1403

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېتې په کونړ او زابل ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني او د زابل مرستيال والي مولوي محب الله حماس سره د حل په موخه شريکې کړې.


په دغو ناستو کې، په يادو ولايتونو کې د رسنيو د ټولنيز وضعيت، اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي او د دوی د خونديتوب، د رسنيو اقتصاد ستونزې او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې شوې.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په دغو ناستو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو پر حل ټينګار وکړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه يې وکړه.


د دغو دواړو ولايتونو حکومتي چارواکو د کمېټې له فعاليتونو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبريالانو ته د رسنيز کار د پرمختګ برخه کې لا ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي.



د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.