د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د جنوب زون د يو شمېر ولايتونو له مسوولينو سره د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.

c.jpg

1 جوزا 1403

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې، د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولايتونو له حکومتي چارواکو سره د بېلابېلو غونډو پرمهال د خبريالانو ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.


دغه ناستې، په جنوب زون کې د کمېټې د ولايتي همغږي کوونکي احمد لودين لخوا د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس انعام الله سمنګاني، د زابل د استناف محکمې رييس مفتي عبدالجليل سفيان، د زابل د امر باالمعروف رييس خليفه محمد ابراهيم جاوېد، د هلمند د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو آمر مولوي شېر محمد وحدت،د ارزګان د امنيه قوماندانۍ وياند بلال ارزګاني او په دغو ولايتونو کې د کمېټې د ولايتي استازو جوړې شوې وې.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په دغو ناستو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو پر حل ټينګار وکړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه يې وکړه.


د دغو ولايتونو حکومتي چارواکو د کمېټې له فعاليتونو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبريالانو ته د رسنيز کار د پرمختګ برخه کې لا ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.