د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په کندوز ولايت کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د دغه ولايت له والي ملا نثار احمد نصرت سره د حل په موخه شريکې کړې.
په دغه ناسته کې په کندوز ولايت کې د رسنيو او خبريالانو ټوليز وضعيت، د رسنيو اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي او د دوی د خونديتوب په تړاو خبرې وشوې.
په شمال ختيځ زون کې د کمېټې ولايتي همغږي کوونکي ضياء الحق زاهد د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شريکولو سربېره د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.
