افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زابل له والي سره ولیدل

WhatsApp Image 2026-05-11 at 14.17.54.jpeg

27 ثور 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په زابل ولایت کې د خبریالانو او رسنیو ستونزې د دغه ولايت له والي ملا شیر محمد شریف سره شریکې کړې. په دغه ناسته کې د زابل ولايت د مقام ویاند مولوي صدیق الله وثیق هم موجود و.


په زابل ولايت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازي عصمت الله عمري په دغه ناسته کې، د یاد ولايت د رسنيو او خبریالانو ستونزې شریکې کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي د ډېروالي او له خبریالانو او رسنيو سره یې د حکومتي بنسټونو د کاري همکاريو د پراختيا غوښتنه وکړه.


د زابل والي، په یاده غونډه کې وویل چې رسنۍ دې د خپلو خپرونو او پروګرامونو د تولید پرمهال اسلامي او ملي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي. هغه زیاته کړه، دغه ولايت کې به د رسنيو او خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وشي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.