خوندیتوب کمېټې، ۱۷ ولايتونو کې د رسنيو مسوولينو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ولیدل

1.jpeg

23 میزان 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، د بلخ، کندز، لوګر، غور، فراه، بادغیس، پنجشیر، بغلان، کونړ، لغمان، بامیان، هلمند، بدخشان، پکتیا، نورستان، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د ۲۱ رسنیو مسوولينو سره د رسنيز کار د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې، په لویدیځ، شمال او شمال ختیځ زونونو کې د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولایتي استازو، د سیمه یېزو رسنیو مسوولینو او په دغو ولایتونو کې فعالو خبریالانو برخه اخېستې وه.


په دغو لیدنو کې د رسنیو د فعالیت پر وړاندې د شته فرصتونو او ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنیو د وضعیت د ښه والي لپاره د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو، د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د اقتصادي او خپرنیزو ستونزو په اړه بحث او خبرې وشوې.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.