افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ۲۱ ولایتونو کې له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

28 میزان 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د هواري په موخه، په تېره یوه میاشت کې په ولایت‌های ننګرهار، پروان، کندهار، غزنی، ارزګان، زابل، هلمند، پنجشیر، کونړ، بدخشان، بغلان، پکتیکا، جوزجان، سمنګان، سرپل، نیمروز، غور، تخار، کاپیسا، فاریاب او زابل، ولایتونو کې د ۳۳ حکومتي ادارو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې ترسره کړې.


په دغو ناستو کې، د کونړ او سرپل ولايتونو د والي مرستيالانو، د جلال اباد، چاریکار او ابېک ښارونو ښاروالانو، په دغو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او ځينو نورو ادارو ویاندویانو، په ختيځ، جنوب، پایتخت او مرکز زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زونونو مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


په دغو لیدنو کې په یادو ولایتونو کې د رسنیز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي او خپرنیزو ستونزو، د ویاندویانو د ټاکلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیاوو ډېرښت او د خبریالانو خوندیتوب په اړه بحث او خبرې وشوې.


د یادو ولایتونو حکومتي چارواکو د رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د خبریالانو د ستونزو په هواري کې به همکاري وکړي.


 افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د ننګونو د هواري او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.