په زابل ولایت کې، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازي عصمت الله عمري په دغه ولايت کې د خبریالانو او رسنیو ستونزې د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د زابل له والي ملا شیرمحمد شریف او د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو له عمومي رييس مولوي عبدالحکیم همت سره شریکې کړې.
په دې غونډه کې د زابل ولایت د مقام مرستیال، د اطلاعاتو او کلتور ریيس، د یو شمېر سیمه ییزو ادارو ویاندویانو، یو شمېر خبریالانو او د رسنیو مسوولينو هم ګډون کړی و.
په زابل کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي عصمتالله عمري، په دغه ولایت کې د خبریالانو د ستونزو شریکولو سربېره، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي د اسانتیا او د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل غوښتنه وکړه او له خبریالانو او رسنیو سره یې د دولتي ادارو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د حکومتي ادارو مسوولانو هم په دې غونډه کې له خبریالانو او رسنیو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دغه ولایت کې به د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي.

