افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، ۱۰۰ خبریالانو لپاره «د خپرونو کوربتوب» ښوونیز پروګرام ترسره کړ

4.jpg

4 عقرب 1405

افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې، د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو د مسلکي مهارتونو د پياوړتیا په موخه «د خپرونو کوربتوب» درې ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ.


په دغه پروګرام کې، د کابل، هرات، غزني او هلمند ولايتونو د ۹۱ رسنيو ۱۰۰ خبریالانو برخه اخېستې وه چې ۴۰ یې ښځينه او ۶۰ یې نارینه خبریالان او رسنيز کار کوونکي وو. ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې دا پروګرام ۶۰ نورو خبریالانو ته هم پيل شي.


په دې پروګرام کې ګډونوالو د راډیو او تلویزیون د ویاندویۍ مهارتونه، د غږ لوړول، سم تلفظ، اغیزمن غږ او د فعالیت سټایل، په ځان باور، د بدن ژبه او د لیدونکو سره اړیکه زده کړه. همدارنګه، د روزنې برخې د پروګرام ډیزاین او تولید، څیړنې او چمتووالي، د سناریو پراختیا، د وخت مدیریت، له تولید څخه مخکې تر تولید وروسته مرحلو، او د تخنیکي تجهیزاتو سره بلدتیا ته وقف شوې وې.


په دې پروګرام کې له سټوډیو څخه بهر د پروګرامونو تولید، تخنیکي مدیریت او ژوندۍ اړیکه، مرکې او پوښتنې، فعال اورېدل، د خبرو اترو او بحثونو اداره کول، مساوي ګډون، د شخړو کنټرول، او د ډله ایزو بحثونو رهبري کول هم شامل وو.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټه د ژورنالیزم په بیلابیلو برخو کې روزنیز پروګرامونه تنظیموي ترڅو مسلکي ظرفیتونه پیاوړي کړي او په هیواد کې د خبریالانو او رسنیو کارمندانو مهارتونه ښه کړي.