افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ۱۸ ولایتونو کې د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې کاري ناستې وکړې

1.jpeg

7 عقرب 1405

د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د هغوی د کاري وضعیت د ښه والي په موخه، افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په خوست، بلخ، کندهار، هرات، کندز، بامیان، نورستان، سمنګان، نیمروز، غور، بادغیس، دایکندي، لغمان، کونړ، سرپل، فاریاب، جوزجان او پکتیکا ولایتونو کې د رسنیو او حکومتي مسؤولینو د ګډې کمېټې کاري ناستې جوړې کړې.


په دغو ناستو کې، د سرپل والي، د خوست د علماوو شورا رییس، په دغو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو مسوولینو، د سیمه ييزو ادارو ویاندویانو او استازو، په یادو ولايتونو کې د سیمه ييزو رسنيو خبریالانو او د رسنيو مدیرانو او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي استازو او د زونونو مسوولینو برخه اخیستې وه.


په ناستو کې د خبریالي فعالیت پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، د خبریالانو د خوندیتوب، د رسنیو د اقتصادي او نشراتي ستونزو، د ویاندویانو د ګومارنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو او حکومت ترمنځ د لا ښو کاري اړیکو د رامنځته کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کاري ستونزو د حل او د هغوی لپاره د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.