د پخلاینې په پروسه کې د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ طرحه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
4 ثور 1399

معرفی


دغه طرحه له طالبانو سره د پخلاینې پروسه کې د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ په موخه لیکل شوې ده، ځکه د دې غاړې یوازینی هدف د دوو وروستیو لسیزو د یوې لويې لاسته راوړنې او یوه غیرسیاسي ارزښت په توګه د رسنیو د ازادۍ ملاتړ او ساتنه ده. په دغه لیکنه کې کوښښ شوی ترڅو په ملي او نړیوالو اسنادو کې د رسنیو د ازادۍ ضمانتونه روښانه شي. بیا به دا څرګندیږي چې ولې د یوه ارزښت په توګه د بیان د ازادۍ ملاتړ کیږي. او په پای کې به په درې پړاونو د پخلاینې پروسه کې حکومت ته، رسنیزې ټولنې( رسنیو او د رسنیو د ملاتړ ادارو ته) او نړیوالې ټولنې ته کره وړاندیزونه وي.


مخینه


د رسنیو ازادي د طالبانو تر رژیم وروسته  یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي. نن ورځ افغانستان د سلهاوو هغو رسنیو کور دی چې په مختلفو ژبو بیلابیلو او اوریدونکو ته کار کوي. د دغو رسنیو په ډله کې دوه یې داسې دي چې په بشپړه توګه د ښځمنو لخوا مدیریت کیږي او ښځمنو ته مطالب خپروي. پیاوړې رسنۍ د پرانستې ټولنې د رامنځته کولو په برخه کې خورا لویه ونډه لري. همدا راز رسنۍ د ازادۍ هغه ډګر هم ګڼلی شو چې پخوا په دوامداره توګه د مستبدو او د ازادۍ مخالفو رژیمونو تر سیوري لاندې و.«د بې پولې رپورټرانو» د سازمان د ډل ویشنې له مخې افغانستان د بیان د ازادۍ له مخې د سیمې د هیوادونو ترمینځ چې ان هندوستان چې د نړۍ له لویو ډموکراسیو څخه شمیرل کیږي هم د یوه غوره هیواد په توګه ځای خپل کړی دی. له دغو ټولو پرمختګونو سره سره، د افغانستان د کشالې د سیاسي اواري لپاره د هلوځلو له لومړیو څخه، د رسنیو د ازادۍ په لار کې په واقعي توګه ګواښونه وجود لري. طالبانو په سنتي توګه د رسنیو له اوسنۍ ازادۍ په ځانګړې توګه په رسنیو کې د ښځینه کارکونکو له موجودیت سره مخالفت څرګند کړی دی. په وروستیو دوو لسیزو کې هغوی پررسنیو ګڼ شمیر بریدونه کړي دي چې د زیات شمیر رسنیزو کارکونکو د وژل کیدو لامل شوي دي.


 له دغو ګواښونو سره سره د افغانستان حقوقي نظام د رسنیو د ازادۍ لپاره کلک او پیاوړي بنسټونه ایښي دي چې دا پخپله د رسنیو د ازادۍ د پراختیا او د حکومت او مخالفو ډلو د فشارونو او مداخلو پروړاندې ګټور واقع شوي دي.


د رسنیو ازادي د بیان د ازادۍ له مصداقونو څخه شمیرل کیږي. د بیان د ازادۍ حق د انسانانو له بشري، بنسټیزو او طبیعي حقونو څخه ګڼل کیږي. دغه حق د انسانانو له برخلیک سره تړلی دی او د هغوی د طبیعت نه جلا کیدونکی جز دی. نړیوالو او سیمه ایزو میثاقونو او اعلامیو دغه حق تضمین کړی دی. لکه څنګه چې د بشري حقونو اعلامیې شپاړسمې مادې او د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق د بیان د ازادۍ حق تضمین کړی دی او غړي دولتونه یې مکلف کړي دي چې د خپلو اتباعو دغه حقونه مراعات کړي. همدارنګه د اسلامي بشري حقونو دوه ویشتمې مادې هم د بیان د ازادۍ حق دا ډول تضمین کړی دی: “هرانسان حق لري چې خپل نظر په هر ډول چې له شرعي اصولو سره په ټکر کې نه وي په ازاده توګه بیان کړي”. د هیواد په اساسي قانون کې د بیان د ازادۍ تضمین کومه نوې خبره نه ده؛ بلکې په ۱۲۹۸ه.ل کال کې د هیواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو او: «نظامنامۀ اساسي دولت علیه افغانستان» نه تر اوسني اساسي قانون، پورې د بیان د ازادۍ حق تضمین شوی دی. ددغه ازادۍ د سم احقاق لپاره، د اساسي قانون په متابعت سره، رسنیز قوانین په هر نظام کې  تدوین شوي دي. 


د هیواد په نافذ قانون کې چې په ۱۳۸۲کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې د هیواد له بیلابیلو برخو نه د استازو په ګډون تصویب شو، په ۳۴ماده کې یې د بیان او رسنیو حق داسې تضمین شوی دی: ” د بیان ازادي له تیري خوندي ده. هر افغان حق لري چې خپل فکر د وینا، لیکنې، تصویر او یا نورو وسایلو له لارې په دغه اساسي قانون کې د درج شویو احکامو په پام کې نیولو سره څرګند کړي. هرافغان حق لري چې د قانون له احکامو سره سم، پرته له دې چې له وړاندې یې حکومتي مقاماتو سره شریک کړي د مطالبو په نشر او چاپ لاس پورې کړي. د مطبعو، راډیو او ټلویزون، د مطبوعاتو خپرول او د ټولیزو رسنیو نور وسایل د قانون له لارې تنظیمیږي. ” وروسته بیا د رسنیو قانون د اساسي قانون له یادې مادې نه په متابعت سره تدوین شو چې وروستی هغه یې د ۱۳۸۸کال د رسنیو قانون دی چې تراوسه نافذ دی. 


د هیواد اساسي قانون، دولت مکلف کړی دی چې هغه نړیوال تړونونه مراعات کړي چې افغانستان ورسره محلق دی چې د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون یو له هغو شمیرل کیږي. همدا راز د وګړو د بنسټیزو حقونو او له هغې جملې نه د بیان د ازادۍ حق  لپاره یوشمیر نور محافظتي احکام هم په اساسي قانون کې ځای کړل شوي دي چې حتا په بیړنیو حالاتو کې هم دغه حق د دولت له لاسوهنې په امان کې دی. له بلې خوا، اساسي قانون هیڅ ډول هغو تعدیلاتو ته اجازه نه ورکوي چې بنسټیزو حقونو کې محدودیتونه رامنځته کړي چې له هغې جملې یو یې هم د بیان د ازادۍ حق دی. باید ووایو چې د اساسي قانون پربنسټ، د اسلام دین د افغانستان د قوانینو سرچینه، منبع او د تفسیر چوکاټ دی او د افغانستان قوانین په اسلامي روحیه تدوین شوي دي. 


د یادونې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان د بیان د ازادۍ له نړیوال ایتلاف سره چې د بریټانیا او کاناډا د حکومتونو له لوري پیل شوی دی،یوځای شو چې له مخې یې د بیان د ازادۍ حق د پراختیا په برخه کې یو شمیر ژمنو په ځانګړې توګه د رسنیو ازادۍ باندې ملزم شوی دی. دا پخپله د رسنیو د ازادۍ د ساتنې برخه کې د دولت مکلفیتونه لازیاتوي.  


د پخلاینې  په پروسه کې د بیان د ازادۍ د حق ملاتړ 


د اوسني نظام په رامنځته کیدو سره افغانستان د رسنیو یوه بې مخینې پراختیا تجربه کړله چې ورنه د رسنیزې چاودنې په توګه یادونه کیږي. له دوو لسیزو وروسته نن ۷۴ټلویزونونه، ۱۸۱راډیوګانې، ۱۱۰چاپي رسنۍ او اته انلاین رسنۍ په هیواد کې فعالیت لري. په دغه موده کې د رسنیو پراختیا یوازې پخپله په رسنیو کې نه خلاصه کیږي بلکې د دولت جوړونې پروسه کې،د خلکو سیاسي ګډون ، د خلکو د پوهاوي د کچې لوړولو، د یوبل منلو،د قانون ټینګښت او له فساد سره مبارزې،  ښیې حکومتولۍ ، ټولن منلو، اقتصادي پراختیا او د وګړو د نورو مدني حقونو د تحقق برخه کې یې ډیره اغیزه لرلې ده. له دې نه هم مهمه لا دا چې رسنیو د مرکز او ولایتونو ترمینځ واټن لنډ کړی، هغه ستونزه چې د تاریخ په اوږدو کې افغانستان ورسره لاس او ګریوان و.


 سربیره پر دې رسنۍ له نړۍ سره د افغانستان نښلونکې هم دي چې دا پخپله د اوسنۍ زمانې له غوښتنو څخه یوه ده. دغه اغیزې په افغانستان کې د رسنیو د موجودیت منطق تعریفوي او په هیواد کې په دوامداره توګه د رسنیو د ازاد او فعال حضور اړتیا جوته وي. د هیواد تعدد خوښتونکې رسنۍ د افغانستان د بیلابیلو قشرونو د غږ اوچتونکې دي. له ۲۰۰۱کال وړاندې خلک له خپلو ټولو سیاسي حقونو په ځانګړې توګه د بیان له ازادۍ نه محروم وو؛ خو له هغه وروسته یې وکولای شول خپل غږونه  پورته کړي او خپل باورونه له سانسور پرته د نورو غوږونوته ورسوي. دغه کار له یوې خوا د ټولن منلو او بیرته د هیواد د یوشمیر وګړو د ادغام لامل شو، له بلې خوایې د نرمښت او تیریدلو دود هم په ټولنه کې پیاوړی کړ. دوه کسانو چې تر پرونه یې د یوبل پروړاندې ټوپکونه راخستل؛نن ورځ د یوه ګردي میز تر شا له یو بل سره بحث کوي، چې دا پخپله د تعدد پالنې، نرمۍ او یو بل منل ګڼل کیږي چې د هیواد رسنیو پکې مهم رول لرلی دی.   


له ۲۰۰۱کال مخکې د هیواد وګړو په بهرنیو رسنیو اتکا کوله، خو نن افغانستان د رسنیو له برکته د اطلاعاتو برخه کې ځان بسیاینې ته رسیدلی دی او د هیواد خلک د خپلې اړتیا وړ اطلاعات له کورنیو رسنیو ترلاسه کوي. له نیکه مرغه رسنیزه پراختیا یوازې په کابل پورې نه ده محدوده شوې؛ بلکې په ټول هیواد کې رسنۍ فعالیت کوي او نه هم د مشهورو رسنیو د پوښښ ساحه یوازې کابل دی بلکې ولایتونو او ان نړۍ ته یې پراختیا موندلې ده. نه یوازې په کور دننه هیوادوال بلکې له هیواده بهرافغانان هم د کورنیو رسنیو د خپرونو لیواله دي. د قانون د ټینګښت، ښې حکومتولۍ او له فساد سره د مبارزې برخه کې رسنۍ مهم او بنسټیز رول لوبوي. رسنۍ توانیدلي چې د بې پرې او نیوکو نه ډکو خبرونو او رپوټونو په خپرولو سره دولتي ادارو باندې فشار رواړي چې په بیلابیلو برخو کې لازم اصلاحات رامنځته کړي. اطلاعات او پوهاوی د خلکو د سیاسي ګډون لومړی شرط دی. د سیاسي مسایلو په اړه د خلکو د ذهنونو روښانه کول، د خلکو د ګډون کچه لوړوي او دا پخپله د ولسواکۍ د پیاوړي کیدو لامل کیږي.


د رسنیو ازادي د بیان د ازادۍ د یوه مصادق په توګه د ټولو مدني او سیاسي حقونو بنسټ ګڼل کیږي. د رسنیو ازادي نه یوازې دا چې په هیواد کې د رسنیزې پراختیا لامل شوه بلکې د هیوادوالو د نورو بنسټیزو حقونو د تامین برخه کې یې خورا ډیره مرسته وکړه. د لاریونونو د حق په برخه کې د رپوټونو خپرول، د وګړو د رایې حق، د هیوادوالو د کارحق، د روغیتا حق او نورو برخو کې، ددې لامل شو چې له یوې خوا د دغه شان حقونو د اعمال پر مهال د حکومت د بې ځایه مداخلې مخه ونیسي له بل پلوه هیوادوال وکولای شي په پرانستې فضا کې له خپلو اساسي حقونو څخه ګټه واخلي. د هیواد په رسنیو کې د ښځو فعاله ونډه او د ښځو د ملاتړ برخه کې ځانګړې خپرونې د سنتي ذهنیتونو د متعادل کولو ترڅنګ، ښځې دې ته وهڅولې ترڅو له خپلو حقونونه برخمنې شي. د افغانستان ښځو د تاریخ په هیڅ یو پړاو کې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره داسې یو فرصت نه درلود. رسنیو د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره کلک تهدابونه کیښودل.


رسنۍ وتوانیدې چې په پراخه توګه افغانستان په نړیواله کچه له کلتوري او ټولنیزې انزوا څخه خلاص کړي. نن ورځ د افغانستان رسنۍ له نړۍ سره د هیواد د نښلولو وسیلې دي او دغه اړیکه ورځ تربلې لاپسې کلکیږي. 


پورتنیو مثبتو ټکیو ته په پام سره، رسنۍ د افغانستان د وجود نه جلا کیدونکي غړي شمیرل کیږي او له هغو لویو لاسته راوړنو ګڼل کیږي چې له لاسه ورکول به یې هیواد د تیارې او وحشت خواته ټیلوهي. البته د رسنیو د ازادۍ ساتنه کې د افغانستان ناکامي نه یوازې دغه هیواد پورې اړه لري بلکې؛ دغه ناکامي به د نړیوالې ټولنې ناکامي هم وګڼل شي، لکه څنګه چې هغوی په دغو دوو لسیزو کې په خپلو مالي او تخنیکي مرستو د افغانستان د رسنیزې پراختیا برخه کې مهمه ونډه لرلې ده.


د افغانستان دولت ته له طالبانو سره د پخلاینې په درشل کې، په دغو برخلیک ټاکونکو او تاریخي ورځو شپوکې ښایي چې داسې تابیاوې په پام کې ونیسي چې دغه لویه لاسته راوړنه چې د افغانستان د خبریالانو د وینو په بیه ترلاسه شوې،وساتل شي او د هرې سیاسې معاملې له بدې اغیزې څخه خوندي وي.


ددغې طرحې موخې 


دغه طرحه د پخلاینې  په پروسه کې د بیان د ازادۍ د ملاتړ په خاطر لاندې موخې تعقیبوي:


د رسنیو د هغو ازادیو ساتنه چې په اساسي قانون او د رسنیو قانون کې درج شوي ؛


د رسنیو ازادۍ ته د پخلاینې  د ټولو اړخونو له لوري د ژمنتوب او درناوي مراعاتول او تعهد؛


د بیان د ازادۍ برخه کې د شته لاسته راوړنو د ساتنې برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ؛ 


 پخلاینې  پروسه کې د بیان د ازادۍ د ساتنې د ملاتړ لپاره د یوې مشخصې کړنلارې وړاندې کول ؛


د رسنیو له ازادۍ نه د ملاتړ کړنلاره 


دغه طرحه د پخلاینې ټوله پروسه کې مشخص وړاندیزونه لري چې په هغې کې له پخلاینې وړاندې، د پخلاینې په جریان کې او له پخلاینې وروسته ټول راځي او په لاندې توګه دي:


الف- له پخلاینې وړاندې:


په دغه پړاو کې د رسنیو د ازادۍ او ساتنې په خاطر د مراجعې د یوې واحدې پتې د رامنځته کولو په خاطر، د رسنیو او حکومت تر مینځ د یوالي او همغږۍ او دغه راز د نړیوالې ټولنې د پاملرنې او همکارۍ د راجلبولو په خاطر د لاندې مواردو وړاندیز کیږي:


د پخلاینې  په پروسه کې د رسنیو د ازادۍ د ساتنې د کمیټې جوړول:  د پخلاینې  په پروسه کې د رسنیو د ازادۍ د ساتنې لپاره د هغږۍ د رامنځته کولو په خاطر ضروري ده چې د مراجعې یو واحد ادرس رامنځته شي. دغه د مراجعې ادرس به چې کیدای شي نوم یې د رسنیو د ازادۍ د ساتنې کمیټه کیښول شي، د هیواد د رسنیزې ټولنې لخوا جوړیږي. دغه کمیټه به د مشرتابه پلاوی او سکرټریټ ولري. د یادونې ده چې د پارلمان د دواړو خونو د دیني چارو د کمیسیونو او د فرهنګي او لوړو زده کړو د کمیسیونونو رییسان، د قضایه قوې استازی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د پخلاینې  په چارو کې د دولت وزیر، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییس، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رییس، د مدافع وکیلانو او د حقوقپوهانو د انجمنونو رییسان، د اروپایي اتحادیې استازی، د اروپا کمیسیون او یوناما او دغه راز په افغانستان کې ښکیل هیوادونه به ددغې کمیټې ملاتړي وي.  د دغې کمیټې له مشرتابه پلاوي نه هدف د رسنیزې ټولنې ترمینځ د همږغۍ رامنځته کیدل، له نړیوالې ټولنې او دولت سره د اړیکو ټینګول او ددغې کمیټې د سکرتریت د کړنو څارل دي. ددغې کمیټې سکرټریت د کمیټې د کاري ماموریت په تحقق او مشرتابه پلاوې ته په رپوټ ورکولو مکلف دی. ددې کمیټې کاري ماموریت په دې ډول دی: د اساسي قانون په چوکاټ کې د رسنیو له ازادۍ نه د ساتنې او دفاع لپاره د یوه واحد موقف ټاکل، د کمیټې پر دریځ د ټینګار او تایید په خاطر د ملي او ولایتي غونډو جوړول، د رسنیو د دفاع په باب د اسلامي توجیهاتو په پام کې نیولو سره د کمیټې د غړو او د پخلاینې  د پلاوي د غړو د ظریفت لوړول ، له طالبانو سره مقدماتي خبرې اوعدالت غوښتنه، د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او همکارۍ د راجبولو لپاره له هغوی سره خبرې. دغه کمیټه به د پخلاینې  پروسې تر وروستي پړاوه خپل فعالیت جاري ساتي. همدارنګه د رسنیو لپاره د سرو کرښو تعریف چې باید له پامه ونه غورځول شي هم د کمیټې د کارونو یوه برخه ده. د یادونې ده چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د رسنیو له استازو سره په هغږۍ ددغې کمیټې د جوړیدو لپاره یوشمیرګامونه پورته کړي دي. 


۲-د رسنیو د ازادۍ په اړه د خبرو اترو د موضوعاتو ټاکل: د پام وړ پایلو ته د رسیدو په خاطر ضروري ده چې د رسنیو له ازادۍ سره تړلې موضوع ګانې مشخصې کړل شي. دغه موضوع ګانې د رسنیو د تعددپالنې ساتنه، د ټولیزو رسنیو اړوندو قوانینو ساتنه، د خبریالانو او خپرونو د چلونکو په توګه په رسنیو کې د ښځو حضور ، د اطلاعاتو ورکول او د څیړنیزو او انتقادي رپوټونو جوړول رانغاړي. کوښښ دې وشي چې له حاشوي او وړو موضوع ګانو څخه چې د خنډ لامل کیږي ډډه وشي او په منظمه او هدفمنده توګه او له پخوا څخه له تیاري سره موضوع ګانې د بحث لپاره وړاندې شي. په پورتنیو موضوع ګانو توافق نورو موضوع ګانو لکه د رسنیو هنري او کلتوري خپرونو ته هم لار اواروي. کمیټه مکلفه ده چې مرکچي ټیم ته د هغوی د موقف او موضع د پیاوړتیا لپاره د اړتیا وړ مواد پیدا کړي. 


۳- په هیواد کې د بیان د ازادۍ او رسنیو د حالت لا ښه کیدل: د رسنیزې ټولنې او دولت ترمینځ  د لازیات یوالي او همغږۍ، له رسنیو د دفاع او په دغه برخه کې د امتیاز ورکونې د کچې د راټیټولو په خاطر د رسنیو د ټولنې او مرکچي ټيم د موقف د پیاوړي کولو لپاره، ضروري ده چې په هیواد کې د بیان د ازادۍ حالت ښه شي. دغه کار د رسنیزې ټولنې او دولت ترمینځ همغږي او همکاري پیاوړې کوي چې د پخلاینې  په پروسه کې د رسنیو د ازادۍ د ساتنې له اړتیاو څخه ګڼل کیږي. دولت هغه مهال کولای شي چې د پخلاینې  په پروسه کې د دوو لسیزو له ارزښتونو نه په اوچت غږ دفاع وکړي چې پخپله ورباندې باور ولري او رسنیو ته د فضا د لا زیاتې پرانستنې په لټه کې وي. 


حکومت کولای شي په درې برخو کې د بیان او رسنیو د حالت د ښه کیدو لپاره کار وکړي. لومړی د رسنیزو قوانینو ښه کول او رسنیو ته د مالي او اقتصادي اسانتیاو برابرول لکه د مالیې او بریښنا د لګښتونو را ټیټول، دویم د اطلاعاتو د ورکړې برخه کې ښتوب راوستل او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول، دریم یې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي د قضیو تعقیبول دي. نړیواله ټوله د رسنیو له ملاتړو ادارو سره په همغږۍ باید د رسنیو د قوانینو د لا ښه کیدو په برخه کې د رسنیو د ملاتړو ادارو د عدالت غوښتونکو پروګرامونو ملاتړ وکړي. له بلې خوا پر دولت فشار راوړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت ښه کړي. همدارنګه دې د رسنیو له ملاتړو بنسټونو سره یوځای د مطبوعاتي اعلامیو په خپرولو، له دولتي مسوولینو سره په جلا غونډو او په دې برخه کې د رسنیو د ملاتړو ادارو د عدالت غوښتنو په ملاتړ سره د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو د قضیو د تعقیب لپاره په جدي توګه هڅه وکړي. 


۴-د نړیوالې ټولنې مالي او تخنیکي ملاتړ: د رسنیو د غوړیدا یو عامل هم په دوه وروستیو لسیزو کې د نړیوالې ټولنې مالي او تخنیکي ملاتړ و. په هیواد کې ددغې لویې لاسته راوړنې د ساتنې په خاطر لازمه ده چې نړیواله ټولنه دغې برخه کې خپلې مالي او تخنیکي مرستې جاري وساتي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د موندنو له مخې، ګڼ شمیر رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ دي. مالي محدودیتونه د لسهاوو رسنیو د فعالیت پروړاندې خنډ شوي دي چې ګڼ شمیر یې له ۲۰۱۴کال را وروسته تړل شوې دي. یوازې په ۲۰۱۹کال کې ۴۰رسنۍ تړل شوې دي چې زیاترو یې علت مالي ستونزه ښولې ده. په دې خاطر سخته اړتیا لیدل کیږي چې نړیوال تمویلونکي دې د رسنیو مالي تمویل لپاره د پخلاینې او له هغې وروسته حالاتو ته پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسي. په دې برخه کې د یوناما دفتر، اروپایي ټولنه او نور نړیوال سازمانونه کولای شي د رسنیو د ازادۍ له دفاع کمیټې سره په ګډه رسنیو نه د ملاتړ نړیوال صندوق رامنځته کړي. مالي مرستې باید په کابل پورې محدودې نه وي، بلکې باید په متوازنه توګه د وړتیا د اصل په پام کې نیولو سره ولایتي رسنیو ته هم وشي. همدارازدې نړیواله ټولنه د کمیټې د غړیو او مرکچي پلاوي د  چانې وهلو د مهارت د لوړولو، د رسنیو د حقونو او د رسنیو د ازادۍ په اړه د پوهې د زیاتیدو، د اسلام او د رسنیو د ازادۍ د اړیکو په اړه د هغوی د پوهې کچه لوړه کړي. دغه پروګرامونه دې د خبرو اترو د دواړو لوریو لپاره جوړشي. د دې پروګرامونو ګټه دا ده چې د فکرونو د متعادل کولو لپاره خورا زیاته مرسته کوي. هغه استازي چې د پخلاینې  پروسه کې د رسنیو د ازادۍ دفاع کوي، داسې باید وروزل شي چې وکړای شي په ملي او نړیوالو اسنادو کې په دې اړه درج شویو ارزښتونو نه په سمه توګه دفاع وکړي. د ظرفیت لوړولو پرواګرامونه باید مقابل لوري ته د هغوی د باورونو په نظرکې نیولو سره تنظیم شي. په هغو روزنیزو رسالو کې چې په دې برخه کې تیاریږي باید د رسنیو د ازادۍ په اړه د اسلام نوي قراتونه او د رسنیو د ازادۍ د دفاع ستراتیژي په پام کې ونیول شي.


۵- د نړیوالې ټولنې او ښکیلو هیوادونو سیاسي ملاتړ: د مالي او تخنیکي ملاتړ ترڅنګ اړتیا لیدل کیږي چې نړیواله ټولنه دې د رسنیو د ازادۍ د دفاع کمیټې د دریځ ملاتړ وکړي. دغه شان ملاتړ په افغانستان کې د ښکیلو هیوادونو، اروپایي ټولنې او ملګروملتونو سازمان، د رسنیو د ملاتړسازمانونو له هغې ډلېCPJ بې پولې رپورټرانو IMS او نورو د ګډې اعلامې په چوکاټ کې په ښه توګه کیدای شي. دغه سیاسي ملاتړ باید د پخلاینې  د خبرو اترو په ټول پړاو کې دوام ومومي.


۶-د رسنیو د ازادۍ د ساتنې لپاره د رسنیو ترمینځ همغږي: رسنۍ په خپل ذات کې یو قوت دی. هغه نفوذ ته په پام سره چې رسنۍ یې پر دولت او ټولنه لري، رسنۍ د دولت څلورمه قوه شمیرل کیږي. د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره اړینه ده چې رسني د رسنیو د ازادۍ او ساتنې په ارزښت سره راټولې شي. نو له همدې امله ضروري ده چې پر یوې واحدې طرحې چې په دې لیکنه کې وړاندیز شوې سره یو شي او یوځای او په لازیاتې همغږۍ کار وکړي ترڅو د خبرو اترو په جریان کې د امتیاز ورکونې کچه تر لازم بریده را ټیټه کړي .


 د پخلاینې  پر مهال:


دا پړاو د بیان او رسنیو د ازادۍ برخلیک ټاکي، نو له همدې امله اړینه ده چې لاندې موارد په دغه پړاو کې په پام کې ونیول شي:


۱-د پخلاینې  پر پروسه حاکم اصول: د پخلاینې  په پروسه کې اړینه ده چې د رسنیزې ټولنې غړي د مرکچي پلاوي غړي شي ترڅو د رسنیو له ازادۍ نه دفاع وکړي او د مذاکرې نورو غړیو ته لازم اطلاعات او مواد برابر کړي. البته په دې برخه کې دې جنسیتي ترکیب په پام کې ونیول شي. د اتباعو د بنسټیزو حقونو په اړه د خبرواترو ټول جریان په ځانګړې توګه د رسنیو د ازادۍ بحث دې په علني توګه ترسره شي ترڅو د هیواد ټول وګړي پوه شي چې دواړه غاړې د ویلو لپاره څه لري او قضاوت ورباندې وکړي. د یادونې وړ ده چې د رسنیو د ازادۍ د ساتنې کمیټې لخوا یادو استازو ته لارښونه او ملاتړ یې کیږي.


۲-د نړیوالې ټولنې رول: د رسنیو د ازادۍ په اړه له مذاکراتو وړاندې او په دغه جریان کې د بحث لپاره دا اړینه ده چې پرطالبانو لازم سیاسي فشارونه راوړل شي ترڅو د رسنیو د ازادۍ برخه کې نړیوالو تعهداتو ته ژمن شي.دغه ډول فشارونه باید د رسنیو د ازادۍ د دفاع په خاطر د ګډو اعلامیو د خپرولو، د مقابل لوري له استازو سره د جلا غونډو او د رسنیو د استازو له موقفه وشي.


۳-د مرکچي پلاوي د غړیو رول: د پلاوي غړي په ځانګړې توګه د رسنیزې ټولنې استازي باید د رسنیو د ازادۍ د دفاع لپاره په کافي اندازه علمي صلاحیت ولري. هغوی باید پوه شي چې په سړه سینه بشپړه حوصلې ،کلک هوډ، هدفمند او ستراتیژیک ډول د رسنیو له ازادۍ نه دفاع وکړي. ددغو استازو د ټاکنې برخه کې، د رسنیزې ټولنې توافق شرط دی. ځکه هغه څوک باید له رسنیو دفاع وکړي چې ددغه شان مهم کار ظرفیت ولري. د کمیټې غړي باید خپل ثبات وساتي او باید د خبرواترو د فضا تر تاثیر لاندې ولاړ نشي او د رسنیو د ازادۍ له سرو کرښو ورتیر نه شي.


۴-د رسنیزې ټولنې رول: رسنیزه ټولنه چې له خبریالانو، رسنیو او د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو جوړه ده باید په خورا دقت سره د خبرواترو جریان په ځانګړې توګه د رسنیو ازادۍ پورې اړونده مسلې وڅاري. که یې کومه اندیښنه درلودله نو باید په موقع سره او په همغږې توګه غبرګون وښیي. دا پخپله د خبرواترو د پروسې د انحراف او غیرمطلوب کیدو د مخنیوي لپاره مرسته کوي. رسنۍ باید د خبرواترو جریان په ژوندۍ بڼه تر پوښښ لاندې راولي او له بلې خوا تحلیلي خپرونې هم باید تنظیم کړي. همدارنګه باید رپوټونه، مناظرې او ګردي میزونه یې هم باید د کار یوه برخه وي. د رسنیو ملاتړې ادارې دې د رسنیو د ساتنې له کمیټې سره یوځای د رسنیو د ازادۍ لپاره خپله د عدالت غوښتنې ستراتیژي مطرح کړي.


۵-د دولت ونډه: د رسنیو ازادي له طالبانو د راوروسته سیاسي نظام یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي. د جمهوریت د ساتنې له اړتیاوو نه یوه یې هم د رسنیود ازادي او رسنیز پولورالیزم خوندي کول دي. نو لازمه ده چې دولت له رسنیو نه د ملاتړ لپاره لازمې تابیاوې ونیسي ترڅو مرکچي پلاوی وکولای شي د خبرواترو په جریان کې له لازم قوت سره د رسنیو له ازادۍ نه ساتنه او دفاع وکړي او په دغه برخه کې د امتیاز ورکول تر لازمې کچې را ټیټ کړي. دولت باید د رسنیو د ازادۍ د ساتنې له کمیټې سره په همغږۍ د مرکچي پلاوي غړي دې ته سلا کړي چې د رسینو د ازادۍ په اړه د کمیټې له دریځ سره همغږي او باورمند اوسي او د دولتي لوري د مرکچي پلاوي د غړیو ترمینځ د هر ډول اختلافاتو مخنیوی وشي.


۶-د سیاسي حزبونو ونډه: لکه څنګه چې د رسنیو ازادي د ولسواک نظام نه بیلیدونکې برخه ده نو لازمي ده چې سیاسي حزبونه د پخلاینې  په پروسه کې د رسینو د ازادۍ ملاتړ وکړي. دغه شان ملاتړ دې دواړو لوریو ته د پرانستي لیک په لیږلو وشي.  دغه لیک کې باید د طالبانو له دورې را وروسته د رسنیو د ازادۍ د ساتنې او دفاع په اړه کلک او روښانه دریځ موجود وي او طالبان دې ته ترغیب کړي چې د رسنیو پر ازاده فضا له هر ډول محدودیت څخه ډډه وکړي.


۷- له دواړو لوریو د ژمنې اخستنه: د پخلاینې پر مهال باید له داوړو لوریو نه د رسنیو ازادۍ حق ته د درناوي او رعایت کولو په اړه ژمنه او ضمانت واخستل شي. د هغې په پای کې باید د ملګرو ملتونو د استازي لاسلیک هم واخستل شي. رسني باید ددغو ژمنو د خپرولو او خلکو سره یې شریکولو کې خپله ونډه ترسره کړي.


له پخلاینې وروسته:


د بیان او رسنیو د ازادۍ له حق نه ملاتړ په پورته دوو پړاونو کې نه خلاصه کیږي؛ بلکې له طالبانو سره له پخلاینې  وروسته افغانستان یو بل تاریخي پړاو ته ننوځي. له پخلاینې وروسته پړاو کې اړینه ده چې لاندې موارد په پام کې ونیول شي:


۱-د سیاسي، مالي او تخنیکي ملاتړ دوام: لکه څنګه چې په هیواد کې د رسنیزې ازادۍ او رسنیز پلورالیزم د پراختیا لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې اغیزناکې وې، له طالبانو سره له پخلاینې  وروسته هم دغه ضرورت احساس کیږي تر څو افغانستان خپله دغه ځلاند لاسته راوړنه ونه بایلي. له پخلاینې  وروسته د نړیوالې ټولنې مرستې په واقعیت کې پر رسنیو د هر ډول محدودیت د وضع کولو  لپاره د هڅو پر وړاندې د ډال کار کوي.  په ځانګړې توګه چې طالبانو تل هڅه کړې د رسنیو د ازادۍ فضا پر ښځو محدوده کړي. له دې ورهاخوا، دغو مرستو ته په هغو سیمو کې ډیره اړتیا لیدل کیږي کومې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې وي او بیا ادغام او ټولن منلو ته ډیره اړتیا لري.


۲-د رسنیزې ټولنې اتحاد: له پخلاینې وروسته به په غالب ګمان هیواد کې له اعمال نه د ځان ساتلو سختې ورځې شپې وي. د بیان او رسنیو د ازادۍ په ځانګړې توګه د ښځو د حضور په اړه د طالبانو ایډیالوژیک دریځ ته په کتو، اړینه ده چې رسنیزه ټولنه یو موټې پاتې شي ترڅو وکړای شي په اغیزناکه توګه د رسنیو له ازادۍ نه دفاع وکړي او د هرډول فشار پروړاندې په متحده او ځواکمنه توګه غبرګون وښیي.


۳- د بیان ازادۍ ته لار اوارول: اړتیا لیدل کیږي چې د هیواد په یو شمیر سیمو کې د رسنیو هنري او کلتوري ازادۍ ته لار اواره شي. په دغه برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کولای شي د هغو ولایتونو له اړوندو ادارو سره یو ځای پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي. 


۴-د رسنیو د ازادۍ د رعایت او درناوي په تړاو د دولت ملزم والی: له طالبانو سره له پخلاینې  وروسته اړینه ده چې دولت د رسنیو د ازادۍ په تړاو خپلې کړې ژمنې حفظ کړي. په ځانګړې توګه د تحقیقي او انتقادي رپوټو ملاتړ دې وکړي. 


۴) د دغې طرحې د عملي کولو څارنه


د رسنیو د ازادي د ساتنې کمیټه به د دواړو غاړو له خوا د شوي هوکړه لیک د پلي کولو مسوولیت پر غاړه واخلي. دغه کمیټه به د نړیوالو بنسټونو په شمول له ټولو ښکیلو غاړو سره اړیکه نیسي ترڅو د شوې هوکړې د مفاداتو د عملي کولو په اړه ډاډ ترلاسه کړي ترڅو له پخلاینې وروسته پر رسنیو نا مشروع او نا مطلوبه فشارونه رانوړل شي.


نوټ: د فایل د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.