افغان خبریالان له رواني ستونزو زوریږي

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
11 جوزا 1393

کابل، افغانستان: د هغې سروې له مخې چې د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې دهیواد په اتو زونونو کې ترسره کړې ،په هیواد کې له اوویا سلنې نه زیات خبریالان پرته له دې چې دوی پخپله وپوهیږي له رواني ناکراریو سره مخ دي   دخبریالانو دخوندیتوب کمیټې پرخبریالانو په هیواد کې د شته تاوتریخوالو د اغیزو د مالومولو په خاطر دهیواد په اتو زونونو کې ۶۵۱ تنه افغان خبریالان دهغو شکایتونو له مخې سروې کړي چې په رواني آفتونو پورې تړاو لري. 


په دغې سروې کې سوالونه داسې طرحه شوي دي چې د اروایي ناکراریو ډیری نښې نښانې پکې په پام کې نیول شوې دي او پربنسټ یې دخبریالانو اروایي حالت څیړل شوی دی ددغې سروې له مخې ٪ ۱۶ خبریالان له بیخوبۍ نه چې د اروایي ناکراریو ښکارندویي کوي زوریږي  ٪ ۵۵ سروې شوې کسان د زړه تنګۍ احساس کوي او ٪ ۵۵ سلنه نور بیا د خواشینۍ احساس لري   چې دغه دواړه حالته هم د اروایي ناکراریو له لویو اعراضو او علایمو څخه شمیرل کیږي له دې سره ٪ ۴۴ پوښتل شوې کسان بیا ګډوډ خوبونه ویني او ٪ ۵۶ نور په خوب کې تاوتریخجنې پیښې ویني ٪ ۷۵ د تاوتریخجنوحالتونوپروړاندې حساس دي او ٪ ۷۸ د تاوتریخجنو پیښو دخبري پوښښ په اړه بې علاقې دي.


دغه راز ٪ ۵۱ نوربیا د تاوتریخجنو پیښو دخبري پوښښ پروړاندې مقاومت ښیي همدا راز٪ ۱۶ خبریالان ژر په غوسه کیږي،٪ ۵۶ د نورو پروړاندې بې حوصلې دي، ٪ ۴۵ د خپلو کارونو په اړه بې علاقې دي او ٪ ۸۴ بیا له ژوند سره علاقه نه لري په دغې سروې کې دیوشمیردغو اعراضو او علایمو شمیر یا فریکوینسۍ هم ثبت شوې دي ددغو ستونزوشمیر سره له دې چې د رپوټ په پیاوړي کولو اغیزناک دی د خبریالانو ترمنځ د اروایي ستونزو پراختیا هم په ګوته کوي د رواني چارو متخصصین د اروایي افتونو تشخیص هغه وخت کوي کله چې کم له کمه له پورته یادوو شویو اعراضو او علایمو له ډلې نه درې هغه یې ولیدل شي.


ددغو نښونښانو ډیره څرګندیدا د ناروغۍ شدت ښیي ددغوشمیرو د کموالي او څرنګوالي له مطالعې وروسته دا جوته شوه چې ٪ ۵۶ خبریالان په شدیدو او بیلابیلو رواني ناکراریو اخته دي په افغان خبریالانو کې ددغو اروایي ناکراریو د وقایعو د زیاتوالي علت هم په پرله پسې توګه دهغو هیوادنیو پیښو خبري پوښښ دی چې ډیری هغه یې تاوتریخجنې دي.


د سروې له مخې ددغو ستونزو پیښیدل او شدت یې په هغو خبریالانو کې نظر نورو ته ډیر لیدل کیږي کوم چې نیغ په نیغه له تاوتریخجنو پیښو سره سراوکار لري او دغه ډله خبریالان بیا دخپل کار په اړه بې علاقې هم دي او ډیرغواړي چې خپل مسلک پریږدي افغانستان داسې یو هیواد دی چې اروایي ناکرارۍ پکې دبیلابیلو علتونو له مخې لکه دامداره جګړه، اقتصادي اوټولنیزې ستونزې او دښه کیفیت لرونکو روغتیایي خدمتونو دنشتوالي له امله ډیرې لیدل کیږي.


دهغې څیړنې له مخې چې په ۱۶۶۶ میلادي کال کیږي دنړیوال بانک له خوا ترسره شوې ده راغلي دي چې د افغانستان نیم نفوس چې له ۶۵ یا ترهغه لوړ عمرونه لري کم له کمه د اروایي ناکراریو له دغو درې ډولونو لکه اروایي خواشینیتوب،اضطراب او له زیان اړونکې پیښې وروسته اروایي ناکرارۍ څخه زوریږي   له دې سره د یوې بلې سروې له مخې چې د استرالیا د کوینزلند پوهنتون له خوا ترسره شوې ده ښیي چې دنړۍ په کچه افغانستان کې ترټولو زیات خواشینیتوب لیدل کیږي رواني ناکرارۍ په عمومي توګه د هغو ژورو او ناڅاپي اندیښنو له امله رامنځته کیږي او پراخیږي چې ناروغ داسې فکرکوي چې روغ رمټ دی دغه حالت په ځانګړې توګه په افغانستان کې له دې امله ډیره لیدل کیږي چې خلک د اروایي ناروغیو په اړه لږ مالومات لري.


د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه د خبریالانو د رواني صحت ننګونه ددوی پر وړاندې د نورو پرتوستونزو په څیر  یو. جدي ګواښ بولي او په دې برخه کې اړوندو ادارو اوبنسټونو په ځانګړې توګه له اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نه غواړي چې دخبریالانو دې د رواني روغتیا ملاتړیزپروګرامونه جوړکړي   دغې مسلې ته نه پاملرنه به نه یوازې داچې د خبریالۍ د مسلک د کیفي پرمختګ پر وړاندې خنډ شي بلکې دغې برخه کې به د مسلکي تیروتنو د زیاتیدو او خبریالونو ته د ټولنیزو ستونزو د راپیداکیدو لامل هم شي.