نن د۱۴۰۰کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د خبریالانو د ستاینې په موخه د خبریالانو ملي ورځ ونمانځله.
د افغان د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په مرکز جلال اباد کې د هېواد د ختیځو ولایتونو د خبریالانو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د اسلامي امارت ویاند او نشراتي معین، ذبیح الله مجاهد د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په شپږمیاشتنۍ غونډه کې وویل: د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون د اجرا وړ دی او د رسنیزو سرغړونو کمیسیون او د رسنیو او حکومت ګډ کمیسیون باندې کار روان دی.
له خبریالانو سره په ناسته کې د کمېټې استازو د روان کال په پروګرامونو رڼا واچوله، د جګړې د شدت او د سولې د خبرو اترو په جریان کې د بیان ازادي او رسنیو د ازادیو څخه د دفاع په موخه د خبریالانو په همغږي ټینګار وکړ او د خبریالانو په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د هدفي وژنو د مخنیوي په موخه د خوندیتوب په لارو چارو بحثونه وکړل.
غونډه کې د امنیتي ګواښونو او د سولې د خبرو اترو د مبهم وضعیت او له دې اړخه د ښځینه خبریالانو اندیښنو باندې بحث وشو. د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې ډلې غړو په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د حضور د کموالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې هدفي وژنو د دوی پر رسنیز کار منفي اغیزه کړې ده.
دغه درې ورځنی ورکشاپ چې د یو شمیر سازمانونو په همکارۍ په کندهار ولایت کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له خوا جوړ شوی و تیره ورځ پای ته ورسید.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په لوګر ولایت کې د سیمه ایز خبریال حفیظ الله حقپرست په وژل کیدو په ژوره توګه غمجنه ده.
د مقام په نامه خصوصي ټلویزیون، چې اوس مهال 14 تنه کارکونکي لري، د افغانستان په لویدیځ فراه ولایت کې خپرونې پیل کړې. د ټلویزیون چارواکي وايي د دغه ټلویزون جوړولو هدف د وګړون د پوهاوي لوړول، د خلکو کورونو ته د سولې پیغام رسول او له افراطیت سره مبارزه ده. په پام کې ده چې د یادې رسنۍ د کارکونکو شمیر به د رسمي خپرونو له پیل سره ډیر شي.