خوندیتوب کمېټې ۱۲ ولایتونو کې د رسنیو له مسوولینو سره د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو په اړه ناستې وکړې

c.jpg

23 حوت 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او فرصتونو په تړاو کندز، بلخ، غزني، پنجشېر، تخار، بغلان، نورستان، پروان، جوزجان، کاپيسا، سرپل او بامیانو ولایتونو کې د ۱۳ رسنيو له مسوولینو او خبریالانو سره ولیدل.


په دغو ناستو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زون مسوولینو، ولايتي استازو، د نورستان او بلخ د ملي راډيو تلویزیون مسوولینو، د باختر خبري اژانس ځايي مسوول، د سعادت راډيو تلویزیون او د ادیب، ندای حقیقت، خاور، ترکمن، صدای سرپل، کهکشان، بامیان، دانش روز او پیام بانو راډيو مسوولینو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د ستونزو او فرصتونو، په ټرانسمیټرونو کې د فیلټر لګولو، اطلاعاتو ته لاسرسي، د رسنیو د اقتصادي او نورو ستونزو د حل برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د هڅو په تړاو بحثونه وشول.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.