په پراختيا کې د رسنيو ونډه

Pashto.jpg

14 جوزا 1404

رسنۍ د يو هېواد د پراختيا برخه کې مهم ځواک دی. رسنۍ د اطلاعاتو پر خپرولو سربېره چې اصلي کار یې دی، په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې د پرمختګ لپاره د متحرک محرک په توګه کار کوي. د رسنيو د ډول او وسایلو وروستيو تحولاتو ته په کتو، د رسنيو د پوښښ ساحه خورا ستره شوې او  هغه يې د حساب ورکولو، پراختیا او د ټولنيز انسجام برخه کې په خورا مهمه قوه بدله کړې ده.


رسنۍ د عامه پوهاوي، د څار میکانيزم، حکومتولۍ او د چارو د تنظیم برخه ډیره ښه کړې ده  او د روڼتیا کچه يې لوړه کړې. غوره خبریالي کولی شي چې بنسټيز تغیرات رامنځته کړي او ټولنې ته سمه لارښوونه وکړي.


رسنۍ کولی شي د ټولنې پراختيا او د انساني ټولنو د پایښت امکان زیات کړي او په يو هېواد تغیر او پرمختګ لپاره د ټولنيز عدالت، د دولت ځواب ورکوونې، پاېښت او اقتصادي پرمختګ سبب شي. که څه هم د ناسمو اطلاعاتو نشر او اطلاعاتو ته نه لاسرسی موجود دی،د خپلواکو، بې طرفه رسنيو او رسنيز سکټور پرمختګ چې د ژورنالستیکو اصولو په رڼا کې کار کوي، د ټولنې حیاتي اړتیا ده.


هغه ټولنې چې په دوامداره توګه د خبریالۍ زده کړې عاموي، د خبریالانو او رسنيو د کار کوونکو خوندیتوب ته پاملرنه کوي او د رسنيز سکټور له اصولو سره سم ، د میکانیزم له مخې یې حمایوي او نظارتي چوکاټ کې  ملاتړ کوي، کولی شي د رسنيو له بشپړ ظرفیت څخه په ګټې اخېستو، خپله پراختيا او پرمختګ حتمي کړي.


رسنۍ د معلوماتي تشو د ډکولو، د مصرفي بازارونو د تحریکولو او د اقتصادي پراختيا په برخه کې حیاتي رول لوبوي. پر وخت او کره اطلاعاتو ته لاسرسی، کاروبارونو، لویو او وړو سوداګریو، پانګوالو او د هېواد مالي سياست جوړونکو ته لار ښونهکوي چې په پام سره پرېکړې وکړي. د مثال په ډول ويلی شو، د اسعارو  د بیعو، د کرنيزو محصلاتو د نرخونو، تعرفو، د لومړنيو توکو د لګښتونو، د دولتي سیاستونو او نورو  ورته مسایلو هره ګړۍ خپرول، کار رامنځته کوونکو ته امکان برابروي چې خپلې پانګې په سمه او ګټوره توګه وکاروي او له بازار سره يې همغږي کړي.


رسنۍ کولی شي چې د ټولنيز ثبات، عامې روغتيا او پوهنې پرمختګ برخه کې ګټوره ونډه  ولوبوي. هغه کمپاينونه چې د ناروغيو او نورو روغتيايي مسایلو په برخه کې د عامه پوهاوي او اطلاع ورکوونې لپاره ډیزاینېږي، لرو پرتو سیمو ته د دغو پيغامونو د لېږد لپاره په رسنيو تکیه کیږي. په ځينو هېوادونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پوليو ناروغۍ په اړه راډيويي کمپايونه ډېر ګټور تمام شوي دي. دغه راز د کرونا ويروس (کویډ -۱۹) په اړه د عامه پوهاوي او اطلاعاتو شریکولو او دا چې د کومو لارو څخه ځان د کرونا پر وړاندې ساتلی شي، په ټوله نړۍ کې رسنيو په دغه برخه کې رغنده رول لوبولی دی.


د رسنيو بېلابېلو ډولونو د پوهنې د پرمختګ او ترویج برخه کې هم  تل ستره ونډه لرلې ده  په ځانګړي توګه هغو خلکو ته يې د زده کړو زمینه برابره کړې چې رسمي او يا مروجه زده کړو ته يې لاسرسی نه درلود. په افغانستان کې، راډيو د کلیوالي او لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د زده کړو برخه کې مهمه ونډه درلودلې ده  او په دغه برخه کې یې د یوې اساسي وسيلې په توګه کار کړی دی.


رسنۍ نه يوازې دا چې د ټولنې واقعیتونه منعکسوي، بلکه هغه وسیله ده چې د اقتصاد، فکر او فرهنګ پراختيا ته يې ځانګړې بڼه ورکړې ده.  د هېوادونو په پراختيا کې د رسنيو ونډه څو اړخیزه او د پام وړ ده. رسنۍ، په داسې حال کې چې د يو هېواد پرمختګ او پراختیا چټکوي، کولی شي چې د روڼتیا بهیر پراخه کړي او واکداران ځواب ویونکي کړي.