افغانستان غوندې یوه هیواد ته د (مې) ددریمې اهمیت

علی یعقوبی
13 ثور 1397

کابل، افغانستان: د ۱۹۹۳یم میلادي کال په ډسمبر کې دملګرو ملتونو عمومي مجمعې ، ددغه سازمان د کلتوري برخې (یونسکو) په وړاندیز ، دمې دریمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په توګه معرفي کړه. د ملګرو ملتونو د ویب سایټ په حواله ،ددغې ورځې د نومولو هدف دادی چې لومړی خو د مطبوعاتو د ازادۍ د اصولو او اساساتو یادونه او نمانځنه وشي او هم ورسره دافرصت برابر شي چې په ټوله نړۍ کې دبیان د ازادۍ څرنګوالی وڅیړل شي.ددې ترڅنګ د رسنیو له خپلواکۍ نه دفاع وشي او دهغو خبریالانو خاطرې را ژوندۍ کړای شي چې ځانونه یې د دندې پرمهال له لاسه ورکړي دي.


هغو هیوادونوته چې د پرمختګ په حال کې دي او یاهم دډیموکراسۍ په لور دخوځون او بدلون په حال کې دي کیدای شي ددغې ورځې اهمیت تر پرمختللو هغو ډیر واوسي. دبیلګې په توګه دافغانستان غوندې هیواد لپاره چې له یوې خوا د ډیموکراسۍ د مشق اوتمرین په حال کې دی او له بل لوري د بیان ازادي چې په تیرو دیارلسوکلونو کې ددغه ملت لویه لاسته راوړنه بلل کیږي له ګواښ سره مخ ده ،هغه څه چې دعامو پاملرنه دبیان دازادۍ حالت ته ورواړوي کیدای شي اغیزناک وي.


نن له هربله وخته زیات په افغانستان کې دخبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی ډیر شوی دی. نن له بل هره وخته زیات د افغانستان رسنۍ د مالي ستونزو له امله دسقوط له ګواښ سره مخې دي او بلاخره نن له هر بل وخته زیات د افراطیت په څیر خنډونه د بیان د ازادۍ پروړاندې ودریدلي دي. په دغسې یوه حالت کې افغانستان اړ دی چې له هرې وسیلې نه په کار اخستلو سره ددولت،خلکو اوپه ځانګړې توګه د نړیوالې ټولنې دپاملرنې د راجلبولو لپاره کارواخلي ترڅو وکلای شي د بیان د ازادۍ ددغه تنکي نیالګي ستانه وکړي.


نو له هغه ځایه چې د مې ددریمې په شان ورځې نړیواله وجهه لري نو دا ترټولو غوره فرصت دی چې لازیات او لا په ښه توګه د رسنیو وضعیت ، دبیان ازادي او دخبریالانو امنیت نړیوالې ټولنې ته تشریح شي او له هغوي نه دملاتړ غوښتنه وشي. او له هغه ځایه چې کیدای شي په افغانستان کې شته د بیان ازادي د نړیوالې ټولنې لاسته رواړنه هم وبلل شي ، نو نړیواله ټولنه هم ددغې لاسته راوړنې د خونویتوب په برخه کې ځان مکلف ګڼي او ښکاره خبره ده چې خپل ملاتړ به ونسپموي.


ددغې ورځې دنومونې یوبل هدف داهم دی چې دولتونو او ځواکمنو اداروته یادونه وشي چې دمطبوعاتو له اساساتو نه دملت د ښکاره حق په توګه دفاع وکړي اوخپل ځانونه هم له هغه نه دمتابعت په برخه کې مکلف وګڼي. دولت ته یادونه وشي چې دبیان له ازادۍ پرته ډیموکراسي هیڅ معنا نه لري او هیڅ کله نشي محقق کیدلای.


ددغه شان ورځو نمانځنه دا فرصت هم برابروي چې زورواکو،اورپکو اونورو هغو ته چې په افغانستان کې دبیان د ازادۍ پروړاندې ودریږي دا یادونه وشي چې نشي کولای ملت له خپل ښکاره حق نه بې برخې کړي.


همداشان ددغه شان ورځو دنمانځنې لپاره د جوړوشویو پروګرامونو له لارې کیدای شي دخلکو پام هم په مډرن او متمدن ژوند کې د بیان د ازادۍ لوړ اهمیت ته راوړول شي .هغوی ته یادونه وشي چې په واقعیتونو پوهیدل، ازاد بیان او دمعلوماتو راکړه ورکړه دهغوی څرګند حق دی او باید په ټول ځواک سره ورنه ساتنه وکړي او هیچاته هم دا اجازه ورنه کړي چې هغوی له خپل دغه حق نه محروم کړي.


او په پای کې دغه شان ورځې دي چې دهغو خبریالانو یاد او خاطرې راژوندۍ کوي چې خپل ځانونه یې دافغانستان دخلکو د پوهولو په لارکې له لاسه ورکړي او په دې توګه ملت دهغوی دیاد درناوی وکړي.