د پاسورډ امنیت

2-Password Pashto.jpg

31 ثور 1405

په ډیجیټل نړۍ کې پاسورډ یا د پټ نوم امنیت ته پاملرنه تر ټولو اړین دفاعي ډال دی، ځکه یو کمزوری پاسورډ کولی شي، په اسانۍ سره ستاسو د شخصي معلوماتو، پېژندګلوۍ او مالي زیان ته لاره پرانیزي.


ډیجيټلي ګواښونو او ورځ تر بلې د سایبري بریدونو پيچلتیا او ډېرښت ته په پام سره نور یوازې يو او ساده پاسورډ باندې بسنه ناسمه ده.


ګرانو خبریالانو! د لاندې ټکو په پام کې نیول تاسو سره مرسته کوي  چې د قوي امنيتي طبقو په رامنځته کولو سره په ډیجیټل فضا کې د هک کولو ګواښ تر حداقل راکم کړئ او خپل کار، سرچینې (منابع) او شخصي اطلاعات په ځیرکتیا سره خوندي کړئ.


۱. د ځانګړي او پیچلي پاسورډ ټاکنه: د حروفو، شمېرو او سمبولونو په ترکیب سره د پاسورډ ټاکل هکرانو او کمپیوټري وسیلو ته سخت تمامېږي.


۲.يو پاسورډ څو ځایه مه استفاده کوئ: دا کار د دې لامل کېږي چې د یو اکونټ له منځه تګ سره نور اکونټونه خوندي پاتې شي.


۳. له (پاسورډ منیجر) یا د پاسورډونو د مدیریت اپلېکېشن څخه ګټه اخېستل: دا اپلېکېشنونه تاسو ته قوي پاسورډونه تولیدوي او ستاسو د پاسورډونو په خوندي ساتنه کې تاسو سره مرسته کوي.


۴. د شک پرمهال په بیړه د پاسورډ تغیرول: هکران تل افشاء شوي پاسورډونه په نورو ویبپاڼو کې ازمايي، نو د پاسورډ بیړنی تغير د هغوی د نفوذ مخه نيسي.


۵. پاسورډ پټ وساتئ، ساده متن یې مه خوندي کوئ: په کمپيوټر، مبایل، او یا هم په مسینجر کې د پاسورډ لیکل او ساتل غلو او هکرانو سره مرسته کوي چې ستاسو ډیجټلي نړۍ هک کړي.


۶. وړیا او عمومي وای فای سره مه نښلئ: ناسم اپلېکیشنونو، عمومي او د نامعلومو اشخاصو له وای فای سره نښلېدل زمینه برابروي چې ستاسو پاسورډ غلا شي.

اړوند خبرونه