د دوه پړاوه هویت تصدیق (2FA) فعالول د خبریالانو لپاره په ډیجیټلي نړۍ کې تر ټولو مهم او اغېزناک امنیتي سپر ګڼل کېږي. نن سبا یوازې پر یوه پټنوم (Password) که هغه هرڅومره قوي واوسي، تکیه کول نور د دې ضمانت نه شي کولای چې ستاسو سرچینې، معلومات او انلاین حسابونه به خوندي پاتې شي. د دوه پړاوه هویت تصدیق هغه امنیتي میکانیزم دی چې د حساب د ننوتلو پر مهال، د عادي پټنوم ترڅنګ د دوهم پړاو تصدیق هم غواړي؛ لکه هغه لنډمهاله کوډ چې ستاسو ګرځنده تلیفون ته استول کېږي.
په افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د هدفي سایبري بریدونو او امنیتي ګواښونو له زیاتوالي سره، د لاندې سپارښتنو عملي کول کولای شي ستاسو د حسابونو لپاره یو پیاوړی امنیتي پوښ رامنځته کړي، د هکرانو د نفوذ مخه ونیسي او ستاسو مسلکي هویت او معلومات خوندي وساتي.
۱. د کوډونو د تولید اپلیکشنونو استفاده: د ګوګل او مایکروسافټ (Authenticator) په څېر اپلېکېشنونه وکاروئ، ځکه چې لنډمهاله کوډونه په خوندي او افلاین ډول تولیدوي او د امنیت له پلوه د باور وړ دي.
۲. بیا ترلاسه کېدونکي کوډونه په خوندي ځای کې وساتئ: بیا ترلاسه کېدونکي څو عددي کوډونه (Backup Codes) حتمي په یوه خوندي کتابچه یا بل افلاین ځای کې ثبت کړئ، ترڅو که ستاسو ګرځنده تلیفون ورک، غلا یا خراب شي، بیا هم خپلو حسابونو ته لاسرسی له لاسه ور نه کړئ.
۳. د دوهم پړاو کوډ له هېچا سره مه شریکوئ: هېڅ اداره، امنیتي بنسټ، مخابراتي شرکت یا د رسنیو د تخنیکي ملاتړ ټیم به هېڅکله له تاسو څخه د دوه پړاوه هویت تصدیق کوډ ونه غواړي. دغه کوډ په بشپړه توګه محرم وساتئ او له هېچا سره یې مه شریکوئ.
۴. د هدفي سایبري بریدونو پر وړاندې هوښیار اوسئ: هکران ښايي د رسنیو د رسمي برېښنالیکونو په څېر جعلي پاڼې جوړې کړي یا د کار اړوند جعلي فورمې او پیغامونه واستوي، څو تاسو وغولوي او د دوه پړاوه هویت تصدیق کوډ مو تر لاسه کړي. تل د هر لینک، برېښنالیک او فورم له اعتبار څخه ډاډ ترلاسه کړئ.
۵. د ناڅاپي او مشکوکې ننوتنې غوښتنې رد کړئ: که ستاسو پر ګرځنده تلیفون د حساب د ننوتلو د تایید غوښتنه درورسېده، حال دا چې تاسو خپله د ننوتلو هڅه نه وي کړې، سمدستي یې رد کړئ او د خپل حساب اصلي پټنوم هم بدل کړئ.
