دغه طرحه له طالبانو سره د پخلاینې پروسه کې د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ په موخه لیکل شوې ده، ځکه د دې غاړې یوازینی هدف د دوو وروستیو لسیزو د یوې لويې لاسته راوړنې او یوه غیرسیاسي ارزښت په توګه د رسنیو د ازادۍ ملاتړ او ساتنه ده. په دغه لیکنه کې کوښښ شوی ترڅو په ملي او نړیوالو اسنادو کې د رسنیو د ازادۍ ضمانتونه روښانه شي. بیا به دا څرګندیږي چې ولې د یوه ارزښت په توګه د بیان د ازادۍ ملاتړ کیږي. او په پای کې به په درې پړاونو د پخلاینې پروسه کې حکومت ته، رسنیزې ټولنې( رسنیو او د رسنیو د ملاتړ ادارو ته) او نړیوالې ټولنې ته کره وړاندیزونه وي.