کابل، افغانستان: په هیواد کې د ناامنیو او بې ثباتیو ډیریدو د خبریالۍ په برخه کې خپلې مستقیمې اغیزې پریښي دي. د خبریالانو پروړاندې بې مخینې ګواښونو او تاوتریخوالو د رسنیو او بیان د ازادۍ د پایښت او سلامتیا په برخه کې خورا ډیرې اندیښنې رامنځته کړې دي، ځکه چې د بیان او رسنیو ازادي او د رسنیو زیاتیدا په تیرو شپاړسو کلونو کې د هیواد له خورا مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي. د رسنیو پر وړاندې ګواښونه د هیواد د یوې سترې لاسته راوړنې پروړاندې ګواښ بلل کیږي.
له بل لوري هغه د ساه ډوبۍ حالت چې تاوتریخوالو او د ترهګرو ډلو ډیروالي رامنځته کړی، د معلوماتو د وړاندې کولو فضا لا زیاته پیچلې کړې ده او خبریالانو او رسنیو ته یې د معلوماتو د رسولو رسالت لا پسې جدي کړی دی. په داسې یوه حالت کې باید خبریالان او رسنۍ له بل هر وخته لا زیات په احتیاط سره عمل وکړي چې د بیلا بیلو جنګي ډلو د تبلیغاتو وسیلې ونه ګرځي. دخبریالانو او رسنیو پر وړاندې د داعش ډلې د ګواښونو زیاتیدو د خبریالانو او رسنیو د امنیت په برخه کې جدي اندیښنې رامنځته کړې دي. هغه څه چې د جدي اندیښنو لامل شوي ددغې ډلې مستقیم بریدونه دي چې په ۲۰۱۷ کال کې د رسنیو پر وړاندې ترسره شوي دي او د خبریالانو د وژنو د ډیری پیښو مسوولیت هم همدغې ډلې ته ورلغاړې دی.
دا د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لسم رپوټ دی چې په ۲۰۱۷ کال کې دخبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي شمیرې چې د کمیټې له خوا ثبت شوي دي وړاندې کوي. دغه رپوټ کې د خبریالانو د خوندیتوب د حالت پر لنډې مطالعې سربیره په ۲۰۱۷ کال کې د خبریالۍ د کار او د معلوماتو د رسونې مهمو مواردو باندې هم بحث شوی دی.
د یادونې ده چې دلته قضيې د کمیټې د هغې پالیسۍ له مخې ثبت شوې دي چې کمیټه یې د خبریالانو او رسنیو پروړاندې دتاوتریخوالو د پیښو د ثبت په اړه لري او یوازې د تاوتریخوالو او ګواښونو هغه پیښې ثبت شوې دي چې دخبریالۍ د کار په خاطر یا د خبریالۍ د کار په لړ کې رامنځته شوې دي.
نوټ: د فایل د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.
