کابل، افغانستان: په ۲۰۱۸ کال کې د افغان خوندیتوب کمیټې د خبریالانو او رسنیزو کار کونکو پروړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۱ پیښې ثبت کړې دي چې په دې کې د وژنو، ټپي کیدو،لنډ مهال بند، تښتونې… او نور شامل دي.
په دې کال کې ټول ټال ۱۷خبریالان وژل شوي چې دا شمیره افغانستان یو ځل بیا د خبریالۍ د کار لپاره د خطرناکو هېوادونو د کتار په سرکې ودروي .
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ۱۷ وژنو ترڅنګ، د ټپي کیدو ، ۱۵ وهل ټوکلو ، ۲۱ د ګواښلو ، ۲۸ د سپکاوي او بد چلند، ، ۲۳د لنډ مهال ۵موردونه او د تښتونې او له سپکاوي سره یو ځای له دندې د ایستلو یو یو مورد ثبت کړي دي. په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۱۲۱ مورده د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیي ځکه چې کمیټې په ۲۰۱۷ کال کې د خبریالانو او رسنیو کارکونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۹ پیښې ثبت کړې وې.
دغه راز د وژنو شمیره هم د تیر کال په نسبت پنځلس سلنه کموالی ښیي ځکه چې تیر کال خوندیتوب کمیتې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو د وژنو ۲۰ پیښې ثبت کړې وې. د خبریالانو د وژنو له ۱۷پیښو څخه د پنځلسو هغو مسوولیت یې داعش او وسله وال طالبان پر غاړه لري او د دوو پیښو پړه هم د نا پیژانده وسله والو په غاړه دی.
د ۲۰۱۷ کال په شان سږ کال هم د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتو پیښو یعنې پنځوسو قضیو څخه د ۴۱مواردو مسوولیت داعش او وسله والو طالبان ته ورګرځي. حکومت بیا په دویمه درجه کې ځای لري،له ۴۴ قضیو څخه د ۳۶ سلنې هغو مسوولیت یې حکومت ته متوجه کیږي. نا پیژانده وسله وال په دریمه کټګورۍ کې دي، یعنې د ۱۶ پیښو مسوولیت ورله غاړې دی چې ۱۳ سلنه جوړوي. د تاوتریخوالي د ۱۲۱ پیښو څخه نهه مورده یې د ښځینه خبریالانو او د رسنیو کار کونکو پر وړاندې شوی.
د ۲۰۱۸کال د ټولو پیښو ۴۲ مورده یې په کابل زون، ۲۲ مورده په لویدیځ زون، ۶ مورده په شمال زون،او (8) مورده په ختیځ زون کې واقع شوي.
نوټ: د فایل د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.
