کلنی ریپوټ 2019

report-annual.jpg

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
5 دلو 1398

کابل، افغانستان: ۲۰۱۹ د افغانستان لپاره مهم کال و. د دې کال په اوږدو کې له دې سربېره چې د سولې هڅېډېرې ګړندۍ وې، خو په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه هم مخ په لوړه روانه وه. د ولسمشریزو ټاکنو په ګډون د سولې هڅو او د خبرو اترو پوښښ د سږ کال ګرم سیاسي موضوعات و، چې د نوي رسنیز پوښښ په محوریت را څرخېده او رسنیو او خبریالانو وکولای شول، چې په بریالیتوب یې تر عهدې راووځي.


له دې سربېره چې په هېواد کې په عمومي توګه د تاوتریخوالي کچه لوړه وه، خو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې موندنې ښيي، چې ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو د وژنو او ټپي کېدو په پېښو کې کموالی راغلی او په دې کال کې افغانستان د خبریالانو او رسنیو لپاره تر ټولو د ګواښمن هېواد مقام کې نه دی راغلی؛ خو په ټوله کې لا هم د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو کچه د پام وړ ده او باید د را کمولو لپاره یې جدي هڅې وشي.


هېواد په عمومی ډول  په ال ۲۰۱۹ کې د اقتصادی بحران سره مخ و چې د هېواد رسنې یې د سخت اغیز لاندې راوستې دې او د هېواد ۴۰ رسني د اقتصادی ستونزو له امله تړلې شوي. هم دا رنګه ،۴۰۹ خبریالان او د رسنیو کارونکی ېې له دندو په پرېښدلو مجبور کړي .


له بلې خوا، د هیېواد د رسنیو او د بیان د ازادی د ودې په خاطر  سږ کال د ۲۵ نوي رسنیو بنسټ هم کېښودل شو.


دا د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې دولسم راپور دی، چې د خبریالانو، رسنیزو کارکونکو او بیان ازادۍ د وضعیت په اړه شمېرنې، معلومات، اطلاعات او تحلیل خپروي، ترڅو د رسنیزې او بیان آزادي حوزې کارکونکي او مینه وال د بیان آزادي، رسنیزو کارونو او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د وروستیو او اړینو تحولاتو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي .


په دې راپور کې د دې ترڅنګ چې په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو په اړه معلومات را اخیستل شوي، د خبریالانو او بیان ازادي په برخه کې د ملي وحدت حکومت په پنځه کلنې دورې په ځانګړې توګه د دې حکومت په هغو ژمنو تم شوي یو، چې د افغانستان خبریالانو ټولنې ته یې ورکړې وې.


همدارنګه په دې راپور کې نوي جوړېدونکي حکومت ته د افغان خبریالانو ټولنې له لوري یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې هم وړاندې شوې دي.


خوندیتوب کمېټه د خبریالانو، رسنیزو کارکونکو او بیان آزادي د ملاتړ ادارو ترمنځ د مخکښ بنسټ په توګه راتلونکي حکومت ته ځانګړې وړاندیزونه لري.


نوټ: د فایل د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.