شپږ میاشتنی رپورټ د ۲۰۱۸ له جنوری نه تر جون پورې

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
29 سرطان 1397

کابل، افغانستان: د ۲۰۱۸میلادي کال لومړنۍ شپږ میاشتې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو کورنۍ ته تر ټولو خونړۍ موده وه. په دغه موده کې د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو پروړاندې د تاوتریخوالي ۸۹ پیښې ثبت شوي، له دې جملې ۱۱ مورده یې د خبریالانو د وژنو پیښې دي چې هم د شدت او هم د شمیر له مخې بې مخینې دي. ټول هغه خبریالان چې په دغه موده کې وژل شوي دي په هدفمنده او مستقیمه توګه تربرید لاندې راغلي دي. نهه کسه خبریالان په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول او پړه یې داعش ډلې ومنله، یو تن په کندهار او بل هم خوست ولایت کې ووژل شو چې هیڅ کومې ډلې یې د وژنې پړه په غاړه وانخیسته.


د خبریالانو د وژل کیدو تر څنګ د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ۱۹ قضیې د توقیف او بدچلند،  ۱۴ قضیې د وهل ټوکلو، ۱۱ قضیې د ټپي کیدو ، ۲۸ قضیې د ګواښونو ، ۵ قضیې د زنداني کولو او ۱ قضیه په غیرې قانوني  توګه  له دندې د ګوښه کولو په تړاو ثبت کړې دي  .


دغه شمیره د ۲۰۱۷ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله  ۲۲٪ سلنه  زیاتوالی ښیي ، کمیټې هغه مهال دخبریالانو پروړاندې د وتاوتریخوالي ۷۳ قضیې ثبت کړې وي .


۳۷پیښې د داعش او طالبانو له لوري شوي چې ترټولو ډیرې او شدیدې دي، امنیتی او حکومتی کسان بیا د ۳۶پیښو مسوول دي، نامعلوم وسلوال په دریم ردیف کې ځای لري چې ۱۴ پیښې ددوی له لوري شوي او د رسنیو مسوولین او مدیران د بد چلندۍ د ۲ پیښو مسوول دي ، ۱۴ پیښې د افغانستان په سویل ختیځ کې ، ۱۱ پیښې په سویل کې ، ۶ پیښې په شمال  ختیځ کې ، ۴ پیښې په شمال ، ۴ پیښې په ختیځ کې او ۳ پیښې په مرکزي زون کې شوې دي .


د اپريل د ۳۰مې برید چې ۹تنه خبریالان يې ووژل او اووه نور  یې ټپیان کړل ، دخبریالانو پر وړاندې د  جدي تاوتریخوالي ښکارندويي کوي ، دغې پيښې همداراز ددغه شان بریدونو د بیا تکرار د احتمال له امله خبریالانو ته د تروریستي پیښوخبري پوښښ هم سخت کړ .خو له دغو ټولو ګواښونو سره سره د هیواد په دغو نا مناسبو او نه خوندي حالاتو کې خپل مسلکي کار ته دوام ورکولو برخه کې د خبریالانو جرات د ستاینې او قدر وړدی.


د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې لوړیدل، د تروریستي ډلو د جنایتونو د خبرونو او رپوټونو خپرول د خبریالانو او رسنیو د ځاني سانسور لامل ګرځیدلي، دغه موضوع په یو شمېر هغو ولایتونو کې ډیره د پام وړ ده  چې هلته د تروریستي ډلو فعالیتونه ډېر دي. لکه: هلمند، کندهار، غزني او ننګرهار، دا له هغو ولایتونو څخه دي چې د خبریالانو له لوري ځاني سانسور پکې لیدل کیږي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د تحلیل له مخې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو بنسټیز علتونه په دې ډول دي:۱.په هیواد کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ زیاتېدل،۲. د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د معافیت د کلتور دوام، ۳. په اوسني جنګ کې د تبلیغاتو د اهمیت زیاتیدل او رسنیو ته د تروریستو ډلو پام وراوښتل ،۴. له رسنیو سره د تروریستي ډلو سیاسي او ایډیالوژیک مخالفت هغه هم له دې امله چې خبریالان او رسنۍ د معلوماتو په ورکړه او د خلکو د پوهې په لوړاوي که مهمه ونډه لري ،۵. د هغوقوانینواو لوایحو ناسم تطبیق چې د خبریالانو په خوندیتوب پورې اړه لري.


معلوماتو ته د لاسرسي په لار کې د ننګونو دوام او د ناسمو معلوماتو ورکونه د خبریالۍ پر وړاندې  لویې ستونزې را ولاړې کړې دي. د معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې د حکومت اوسني لیدلوري نه یوازې د خبریالانو پر وړاندې ننګونې او ستونزې زیاتې کړې دي، بلکې د خبریالانو او حکومت ترمنځ یې واټن هم زیات کړی او خبریالان یې دې ته اړایستي څو د معلوماتو پیدا کولو لپاره غیر رسمي سرچینو ته مخه کړي، دغې ستونزې حکومت هم له ډېرو سرخوګیو سره مخ کړی.


بېلابېلې ننګونې لکه د ګواښونو زیاتېدل، معلوماتو ته نه لاسرسی او یو شمېر مالي ستونزې چې رسنۍ ورسره مخ دي، د رسنیو خپلواکي او په هېواد کې د بیان آزادي ګواښي او د رسنیو پر وړاندې له اصلي ستونزو څخه دي.


امنیتي ځواکونه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره باید ټولې ممکنه لارې چارې ولټوي  په خاصه توګه د ترهګریزو بریدونو د خبري پوښښ او څیړلو په وخت کې ،  د رسنیو او اړوندو ادارو سره په همکارۍ، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د وژونکو بریدونو مخنیوي لپاره باید موثره او اغیزناکه کړنلارې  ولټوي، که چیرې دغې برخې ته جدي پاملرنه ونشي نو ډیرې بدې پایلې به له ځانه سره ولري.


رسنۍ هم د خوندیتوب په برخه کې  د جدي ګامونو د اخیستو مسوولیت لري او په دې برخه کې اغیزناکې پالیسۍ او پلانونه  باید ولري. په ورته وخت کې، رسنیو ته لازمه ده  چې خبریالانو ته ټول د خوندیتوب وسایل برابر کړي، په ځانګړې توګه هغو خبریالانو ته چې د ترهګریزو بریدونو سیمې ته لیږل کیږي . دا نه یوازې د رسنیو اخلاقي مسوولیت دی بلکې د هغوی  قانوني او اداري مسوولیت هم دی.


د خبریالانو پر وړاندې د تاو تریخوالي د کچې لوړیدو ته په پام سره خبریالان هم مکلف دي چې خپل خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي  او خپل خوندیتوب د رپوټ یا خبر قرباني نه کړي . د خبریالۍ اخلاق دا حکم کوي چې هیڅ راپور د خبریال تر ژونده ارزښتمن نه دی . هغه خبریالان چې تراوسه یې د خوندیتوب په هکله زده کړې نه دي ترلاسه کړي ، باید په دوامداره توګه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په روزنیزو پروګرامونو کې ونډه واخلي .


له خبریالانو څخه ملاتړ کوونکې ادارې باید د حکومت او رسنیو له مسوولینو سره په ګډه په دغه برخه کې د هغوی د خوندیتوب لپاره لازم تدابیر په نظر کې ونیسي ، دغه ادارې باید په دوامداره توګه عدالت غوښتنې ، او همدارنګه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دهغوی د ځان ساتنې پر مهارتونو کار وکړي .


دې ته په پام سره چې معلوماتو ته لاسرسی په یوې ننګونکې ستونزې بدل شوی ، افغان حکومت باید ددې ستونزې د اواري لپاره نوې تګلارې غوره کړي . ددې وضعیت دوام نه یوازې داچې خبریالي او د بیان ازادي له ننګونو سره مخ کوي، بلکې د معلوماتو د رسونې لپاره له ترهګرو ډلو سره مرسته کوي ، هغه څه چې ترهګرې ډلې ترې ډیره ګټه پورته کول غواړي.


نوټ: د فایل د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.