په ۲۰۲۰ کال کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پروړاندې ۱۳۲مورده د تاوتریخوالو پیښې چې (ټپي کیدل، وهل ټکول، تښتونې، د ګواښلو بیلابیل ډولونه، غلاوې او ناقانونه چلند) پکې شامل وو،ثبت کړي دي. د ۲۰۱۹په پرتله چې د تاوتریخوالو شمیرې 105 مورده وې دغو شمیرو سږکال 26 سلنه زیاتوالی موندلی دی.
هېواد په عمومی ډول په ال ۲۰۱۹ کې د اقتصادی بحران سره مخ و چې د هېواد رسنې یې د سخت اغیز لاندې راوستې دې او د هېواد ۴۰ رسني د اقتصادی ستونزو له امله تړلې شوي. هم دا رنګه ،۴۰۹ خبریالان او د رسنیو کارونکی ېې له دندو په پرېښدلو مجبور کړي .
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ۱۷ وژنو ترڅنګ، د ټپي کیدو ، ۱۵ وهل ټوکلو ، ۲۱ د ګواښلو ، ۲۸ د سپکاوي او بد چلند، ، ۲۳د لنډ مهال ۵موردونه او د تښتونې او له سپکاوي سره یو ځای له دندې د ایستلو یو یو مورد ثبت کړي دي. په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۱۲۱ مورده د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیي ځکه چې کمیټې په ۲۰۱۷ کال کې د خبریالانو او رسنیو کارکونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۹ پیښې ثبت کړې وې.