رسنۍ د يو هېواد د پراختيا برخه کې مهم ځواک دی. رسنۍ د اطلاعاتو پر خپرولو سربېره چې اصلي کار یې دی، په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې د پرمختګ لپاره د متحرک محرک په توګه کار کوي.
له هغې ورځې چې دسولې غږراډیو پر مسوولې زکیه زکي په جبل السراج کې په خپل کورکې وسله وال برید وشو او ووژل شوه اته کاله او پنځه میاشتې واوښتې ، خو تراوسه هم لا څوک ددغه جنایت په تړاو نه دی نیول شوی او نه دی پوښتل شوی. همدغه شان نورې شاوخوا پنځوس داسې دوسیې هم شته چې جنایت کونکو ،خبریالان یوازې ددې په خاطر چې خبررسونه یې کړې یا یې هم حقایق څرګند کړي اوخپاره کړي ، په ډیرقساوت سره وژلي. هیڅ یو له دغو جنایتکارانونه دخپلو کړنوسزا نه ده لیدلې اوهیڅ یوه داسې قضیه په جدي توګه نه ده څیړل شوې.
د ۱۹۹۳یم میلادي کال په ډسمبر کې دملګرو ملتونو عمومي مجمعې ، ددغه سازمان د کلتوري برخې (یونسکو) په وړاندیز ، دمې دریمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په توګه معرفي کړه. د ملګرو ملتونو د ویب سایټ په حواله ،ددغې ورځې د نومولو هدف دادی چې لومړی خو د مطبوعاتو د ازادۍ د اصولو او اساساتو یادونه او نمانځنه وشي او هم ورسره دافرصت برابر شي چې په ټوله نړۍ کې دبیان د ازادۍ څرنګوالی وڅیړل شي.ددې ترڅنګ د رسنیو له خپلواکۍ نه دفاع وشي او دهغو خبریالانو خاطرې را ژوندۍ کړای شي چې ځانونه یې د دندې پرمهال له لاسه ورکړي دي.