د بست عمومي معلومات
د دندې عنوان: ولايتي استازی (Provincial Focal Point)
د دندې ځای: میدان وردګ ولایت
د بست اعلان شمېره: 2026-AJSC-P001
څانګه: پروګرام
د بستونو شمېر: 1
راپور ورکول: زون همغږي کوونکي ته
د استخدام ډول: بشپړ وخت
د قرارداد موده: لس میاشتې – د تمدید وړ
ملیت: افغان
د دندې تشریح
عمومي موخه:
ولایتي استازی په ولایت کې د رسنیزو کارکوونکو او رسنیزو بنسټونو د وضعیت اړوند معلوماتو د پر وخت راټولولو او خپرولو کې مهم رول لري. په دې بست کې د پروګرامونو تطبیق، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د وضعیت راپور ورکول، د سپارل شویو دندو ترسره کول او نور اړوند فعالیتونه شامل دي. همدارنګه، د دې بست لرونکی به په ولایت کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) د فعالیتونو او اغېزمنو عملیاتو استازیتوب او همغږي پر غاړه ولري.
اساسي مسئولیتونه:
- په ولایت کې د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو جامع ډیټابېس جوړول او ساتل.
- په ولایت کې د خبریالانو او رسنیو اړوند قضیو پر وخت تعقیب.
- له فعالو خبریالانو او سیمهییزو رسنیو سره د اړیکو شبکې منظم تازه کول او مدیریت.
- د غوښتل شویو معلوماتو په راټولولو کې همکاري او د رسنیزو کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو، سروېګانو او مشورتي غونډو اسانتیا برابرول.
- د لوژستیکي چارو تنظیم، په شمول د ورکشاپونو، سیمینارونو او غونډو لپاره د ځای برابرول چې د مرکزي دفتر له لوري ترسره کېږي.
- له اړوندو دولتي مسؤلینو او د رسنیو له مدیرانو سره منظمې غونډې ترسره کول، څو په ولایت کې د رسنیزو کارکوونکو او بنسټونو ستونزې وڅېړل شي.
- له فعالو خبریالانو سره منظمې لیدنې ترسره کول، څو د هغوی نظریات او اندېښنې د خوندیتوب او رسنیزو فعالیتونو په اړه راټولې شي.
- د ظرفیت لوړونې او معلوماتو د تبادلې په موخه د مرکزي دفتر له لوري په جوړو شوو کلنیو غونډو، ورکشاپونو او سیمینارونو کې ګډون.
- د پروګرامونو او پروژو د تطبیق پر مهال د ټولو فعالیتونو منظم څارنه.
- په ولایت کې د روانو پروژو د فعالیتونو په اړه تفصیلي راپورونه وړاندې کول.
- د څارنې د اسنادو او پرمختګونو پر بنسټ اوونیز او میاشتني راپورونه ترتیبول.
- په ولایت کې د پروژو وروستۍ ارزونه ترسره کول، څو د ټاکل شوو موخو تحقق یقیني شي.
اضافي مسئولیتونه:
- د راپورونو په ترتیبولو او نورو اداري چارو کې همکاري چې کېدای شي د لنډو مهالو ضربالاجلونو لاندې مطرح شي.
- د مستقیم آمر له لوري سپارل شوې نورې دندې د AJSC د مقرراتو او موخو سره سم ترسره کول.
اړین شرایط او تجربه:
- لږ تر لږه د ژورنالیزم، حقوقو، ادبیاتو یا اړوندو څانګو کې د لیسانس سند له معتبرې تحصیلي مؤسسې څخه.
- لږ تر لږه ۳ کاله اړوند کاري تجربه.
- د پلان جوړونې، تنظیم، رهبرۍ او د پروژو د څارنې قوي مهارتونه.
- په انګلیسي، دري او پښتو ژبو بشپړ تسلط.
- د کمپیوټري پروګرامونو په کارولو کې مهارت.
د غوښتنلیک د سپارلو لارښوونې:
وړ نوماندان کولای شي خپل غوښتنلیک له CVسره لاندې برېښنالیک ته واستوي:
د غوښتنلیکونو د پای نېټه: چهارشنبه، د کب ۶مه
مهرباني وکړئ د برېښنالیک د موضوع (Subject) په برخه کې د بست اعلان شمېره او د غوښتل شوې دندې عنوان په واضح ډول ذکر کړئ.
هغه غوښتنلیکونه چې د ټاکل شوې نېټې وروسته ترلاسه شي، نه ارزول کېږي او یوازې له لنډ لېست شوو نوماندانو سره به د مرکې لپاره اړیکه ونیول شي.
