هلمند ولايتي استازی

AJSC LOGO.jpg

20 اسد 1405

د بست عمومي معلومات


د دندې عنوان: ولايتي استازی (Provincial Focal Point)


د دندې ځای: هلمند


د بست اعلان شمېره: 2026-AJSC-P002


څانګه: پروګرام


د بستونو شمېر: 1


راپور ورکول: زون همغږي کوونکي ته


د استخدام ډول: بشپړ وخت


د قرارداد موده: څلور میاشتې – د تمدید وړ


ملیت: افغان


 


د دندې تشریح


عمومي موخه:


ولایتي استازی په ولایت کې د رسنیزو کارکوونکو او رسنیزو بنسټونو د وضعیت اړوند معلوماتو د پر وخت راټولولو او خپرولو کې مهم رول لري. په دې بست کې د پروګرامونو تطبیق، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د وضعیت راپور ورکول، د سپارل شویو دندو ترسره کول او نور اړوند فعالیتونه شامل دي. همدارنګه، د دې بست لرونکی به په ولایت کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) د فعالیتونو او اغېزمنو عملیاتو استازیتوب او همغږي پر غاړه ولري.


ولایتي استازی به له ولایتي ذی‌دخل لورو سره نږدې اړیکې رامنځته کړي او د خبریالانو د خوندیتوب او رسنیز کار د ښه‌والي په برخه کې به فعالیت کوي. دغه دنده د معلوماتو او کاري چارو د مدیریت قوي مهارتونو ته اړتیا لري څو د بنسټ پرمختګ او لاسته راوړنې پیاوړې شي.


اساسي مسئولیتونه:



  • په ولایت کې د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو جامع ډیټابېس جوړول او ساتل.

  • په ولایت کې د خبریالانو او رسنیو اړوند قضیو پر وخت تعقیب.

  • له فعالو خبریالانو او سیمه‌ییزو رسنیو سره د اړیکو شبکې منظم تازه کول او مدیریت.

  • د غوښتل شویو معلوماتو په راټولولو کې همکاري او د رسنیزو کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو، سروې‌ګانو او مشورتي غونډو اسانتیا برابرول.

  • د لوژستیکي چارو تنظیم، په شمول د ورکشاپونو، سیمینارونو او غونډو لپاره د ځای برابرول چې د مرکزي دفتر له لوري ترسره کېږي.

  • له اړوندو دولتي مسؤلینو او د رسنیو له مدیرانو سره منظمې غونډې ترسره کول، څو په ولایت کې د رسنیزو کارکوونکو او بنسټونو ستونزې وڅېړل شي.

  • له فعالو خبریالانو سره منظمې لیدنې ترسره کول، څو د هغوی نظریات او اندېښنې د خوندیتوب او رسنیزو فعالیتونو په اړه راټولې شي.

  • د ظرفیت لوړونې او معلوماتو د تبادلې په موخه د مرکزي دفتر له لوري په جوړو شوو کلنیو غونډو، ورکشاپونو او سیمینارونو کې ګډون.

  • د پروګرامونو او پروژو د تطبیق پر مهال د ټولو فعالیتونو منظم څارنه.

  • په ولایت کې د روانو پروژو د فعالیتونو په اړه تفصیلي راپورونه وړاندې کول.

  • د څارنې د اسنادو او پرمختګونو پر بنسټ اوونیز او میاشتني راپورونه ترتیبول.

  • په ولایت کې د پروژو وروستۍ ارزونه ترسره کول، څو د ټاکل شوو موخو تحقق یقیني شي.


اضافي مسئولیتونه:



  • د راپورونو په ترتیبولو او نورو اداري چارو کې همکاري چې کېدای شي د لنډو مهالو ضرب‌الاجلونو لاندې مطرح شي.

  • د مستقیم آمر له لوري سپارل شوې نورې دندې د AJSC د مقرراتو او موخو سره سم ترسره کول.


اړین شرایط او تجربه:



  • لږ تر لږه د ژورنالیزم، حقوقو، ادبیاتو یا اړوندو څانګو کې د لیسانس سند له معتبرې تحصیلي مؤسسې څخه.

  • لږ تر لږه ۳ کاله اړوند کاري تجربه.

  • د پلان جوړونې، تنظیم، رهبرۍ او د پروژو د څارنې قوي مهارتونه.

  • په انګلیسي، دري او پښتو ژبو بشپړ تسلط.

  • د کمپیوټري پروګرامونو په کارولو کې مهارت.


سازماني وړتیاوې:



  • د څو دندو په اغېزمن ډول لومړیتوب ټاکلو او مدیریت وړتیا.

  • د قوي فردي انګېزې لرل او په ټیمي چاپېریال کې د کار کولو وړتیا.

  • د فشار لاندې د کار کولو او د فشار مؤثر مدیریت وړتیا.

  • د لنډو ضرب‌الاجلونو رعایت او د څو لومړیتوبونو هممهاله مدیریت قوي وړتیا.

  • خلاق، انعطاف منونکی او د زده کړې فعال روحیه لرونکی.

  • د څو مسئولیتونو هممهاله مدیریت او اغېزمن لومړیتوب ټاکلو قوي وړتیا.


د غوښتنلیک د سپارلو لارښوونې:


وړ نوماندان کولای شي خپل غوښتنلیک له  CVسره لاندې برېښنالیک ته واستوي:


jobs@ajsc.af


د غوښتنلیکونو د منلو وروستۍ نېټه: ۲۰ آګست ۲۰۲۶


مهرباني وکړئ د برېښنالیک د موضوع (Subject) په برخه کې د بست اعلان شمېره او د غوښتل شوې دندې عنوان په واضح ډول ذکر کړئ.


هغه غوښتنلیکونه چې د ټاکل شوې نېټې وروسته ترلاسه شي، نه ارزول کېږي او یوازې له لنډ لېست شوو نوماندانو سره به د مرکې لپاره اړیکه ونیول شي.