د زون همغږي کوونکی (Zone Coordinator)

AJSC LOGO.jpg

24 حمل 1405

د مسوولیتونو تشریح


د دندې عمومي معلومات


د دندې عنوان: د زون همغږي کوونکی (Zone Coordinator)
د دندې ځای: کندهار (اړوندو ولايتونو ته د اړتیا پرمهال سفر)
د دندې د اعلان شمېره: 2026-AJSC-P002
برخه : پروګرام
د بست شمېر: 1
راپور ورکوونکی: د پروګرامونو مسوول ته


د استخدام بڼه: ټوله ورځ
د قرارداد  وخت: اته میاشتې – د تمدید وړ
تابعیت: افغان


 


شالید:


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه (AJSC) یو خپلواک، غیر انتفاعي او د رسنيو ملاتړی بنسټ دی، چې د خبریالانو د خوندیتوب او حقونو د تامین او پرمختګ لپاره کار کوي ترڅو خبریالان وکړای شي، له ډار او وېرې پرته په خوندي چاپېریال کې کار وکړي. د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مرکزي دفتر په کابل کې دی او د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د ولايتي استازو پرمټ فعالیت ترسره کوي. د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اجرايوي برخه د هېواد په اتو زونونو کې د زونونو مسوولین او په ۲۴ ولايتونو کې ولایتي رسمي استازي لري. دغې چارې له خوندیتوب کمېټې سره مرسته کړې، چې په ټولو ولايتونو کې د استازو په درلودلو سره په ټول هېواد کې فعال حضور ولري او له دغې لارې خبریالانو او رسنيزو کار کوونکو ته اړین خدمات وړاندې کړي. افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې خبریالانو ته د اړینو خدماتو وړاندې کولو سربېره، د خبریالانو د حقونو د تر لاسه کولو لپاره عدالت غوښتنه کوي او اړمنو خبریالانو سره په بېړنیو حالاتو کې مرستې کوي. د خبریالانو او رسنيو د خوندیتوب لپاره د یوې بشپړې تګلارې درلودل، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د بریالیتوب مهم دلیل دی.


د زون همغږي کوونکي بست موخې:


د زون همغږي کوونکی په مربوطه زون کې د افغان خبریالاتو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو د تطبیق او همغږي مسوولیت لري. همدارنګه، په سیمه ییزه کچه له اړوند ادارو او کاري شریکانو سره د سالمې او ښې کاري رابطې د جوړولو، په پروژو د څارنې او له بېلابېلو پروګرامونو څخه د ټاکلو موخو د ترلاسه کولو مسوولیت لري.


د دغې برخې مسوول مکلف دی، چې د خپل زون له اړوند ولايتي استازو سره نږدې کاري اړيکې ولري، د هغوی له فعالیتونو سرپرستي وکړي او د کاري معلوماتو پر وخت لېږد لپاره د اړیکو يوه خوندي او ګټوره شبکه رامنځته کړي.


د دغې برخې له مسوول څخه تمه کېږي، چې د کاري او مسلکي اطلاعاتو د اداره کولو، اړوندې برخې ته د راپور ورکولو او فعالیتونو همغږي کولو کې غوره مهارتونه وښيي، او د ادارې د کار پرمختګ او عمومي لاسته راوړنو په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.


کليدي مسوولیتونه:



  • اړوند زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د پروګرامونو او پروژو همغږي او تطبیق

  • اړوند زون کې له کارشریکو ادارو لکه رسنیزو بنسټونو، خبریالانو او حکومتي مسوولینو سره د رسنیز کار د پرمختګ لپاره د اړیکو رامنځته کول او ساتل

  • د پروژو له پرمختګ څخه نظارت او راپور ورکول او په ټاکلي وخت کې د پروژو د موخو او اړوندو مواردو تر لاسه کول

  • د ټولو هغو ستونزو برسي او حل کول چې د پروژو د تطبیق برخه کې رامنځته کېږي

  • اړوند زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د پروګرامونو د اړتیا او تشې معلومول او طرحه جوړول

  • د اړتیا پرمهال د ورکشاپونو، غونډو او ښوونیزو پرواګرامونو تنظیم او جوړول

  • د اړوندو کورنیو او بهرنيو کاري شریکانو لپاره په سیمه ییزه کچه د فعالیتونو، پايلو او لاسته راوړنو په تړاو د بشپړو راپورونو جوړول او وړاندې کول

  • د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې او ډونرانو له پاليسو او طرزالعملونو څخه پيروي او مراعتول

  • په غونډو او پروګرامونو کې د کمېټې د ماموریت او پروګرامونو د بیانولو له لارې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازولي کول

  • د فعالیتونو د يووالي او همغږۍ په موخه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له نورو کارکوونکو سره مرسته او همکاري

  • په اړوند زون کې د خبریالانو د قضیو پر وخت تعقیب او د ملاتړو خدماتو وړاندې کول

  • د پېښو د اسنادو ترتیبول او پر وخت يې د پرمختګ او تغیراتو رامنځته کېدو په اړه له مرکزي دفتر سره د راپور شریکول


اضافي مسوولیتونه:



  • له کمېټې سره د راپورونو او نورو چارو په چمتو کولو کې همکاري چې ښايي ځينې وختونه کم وخت کې ترسره شي.

  • د نورو دندو ترسره کولو چې د کمېټې په مقرراتو او تګلاره کې اړین وګڼل شي او د اړوند مستقيم امر لخوا ور وسپارل شي.


د زده کړو او کاري تجربې شرایط:



  • په ژورنالېزم او يا بله برخه کې د یو معتبر تحصیلي بنسټ څخه لږ تر لږه د لېسانس سند درلودل.

  • لږ تر لږه اړونده برخه کې ۵ کلنه کاري تجربه.

  • د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (AJSC) د فعالیتونو د پراختیا او لومړیتوبونو د ټاکلو په اړه د مشورې ورکولو وړتیا ولري؛

  • د پروژو د نظارت، تنظیم، رهبرۍ او پلان جوړولو برخه کې د وړتیاوو لرل.

  • په پښتو، دري او نګليسي ژبو د روانو خبرولو کولو وړتیا ولري.

  • کمپيوټري پروګرامونو څخه د ګټې اخېستو وړتیا ولري.


 


سازماني ظرفیتونه:



  • په یوه وخت کې د څو دندو د ترسره کولو برخه کې د لومړیتوب او مدیریت ځواکمنتیا درلودل.

  • د ګډ کار د توانايي ترڅنګ د فردي مسوولیت ځواکمنتیا درلودل.

  • تر فشار لاندې کار کول او د سټرس ګټور مدیریت ځواکمنتیا درلودل.

  • په یوه وخت کې د څو ضرب الاجلونو د مدیریت او لومړیتوب ټاکلو ځواکمنتیا درلودل.

  • د خلاقیت، پلي کولو او زده کړو فعاله روحیه درلودل.

  • په يوه وخت کې د څو مسوولیتونو د ترسره کولو او لومړیتوبونو ټاکلو قوي ځواکمنتیا ولري.


 


د غوښتنلیک د لېږلو لارښود:


په شرايطو برابر کسان کولی شي چې خپل غوښتنلیک له (CV) سره يوځای لاندې برېښنالیک ته راولېږي:


jobs@ajsc.af


د غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو وروستۍ نېټه: یکشنبه، د وري/حمل ۳۰مه


مهرباني وکړئ، د برېښنالیک په عنوان کې د دندې د اعلان شمېره او د اړوندې دندې نوم په واضح ډول ولیکئ.


مهرباني وکړئ، په یاد ولرئ چې له ټاکلې نېې وروسته به ستاسو غوښتنلیک ونه منل شي او یوازې به شارټ لېست شویو کسانو سره مرکه وشي.