د دوه پړاوه هویت تصدیق (2FA) فعالول د خبریالانو لپاره په ډیجیټلي نړۍ کې تر ټولو مهم او اغېزناک امنیتي سپر ګڼل کېږي. نن سبا یوازې پر یوه پټنوم (Password) که هغه هرڅومره قوي واوسي، تکیه کول نور د دې ضمانت نه شي کولای چې ستاسو سرچینې، معلومات او انلاین حسابونه به خوندي پاتې شي.
په ډیجیټل نړۍ کې پاسورډ یا د پټ نوم امنیت ته پاملرنه تر ټولو اړین دفاعي ډال دی، ځکه یو کمزوری پاسورډ کولی شي، په اسانۍ سره ستاسو د شخصي معلوماتو، پېژندګلوۍ او مالي زیان ته لاره پرانیزي.