د ۲۰۲۰کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲پیښې ثبت کړې دي چې د کمیت له اړخه د تیر کال له شپږو لومړیو میاشتو سره ډیر توپیر نه لري،ځکه چې د تیرکال په لومړیو شپږومیاشتو کې د کمیټې لخوا د تاوریخوالي ۴۵پیښې ثبت شوې وې. د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو او ګواښونو له ټولو مواردو ۲یې د وژنې، ۱۱د ټپي کیدو، ۶د وهل ټوکلو، ۹د سپکاوي، ۷د ګواښنې، ۴د تښتونې، ۲دغلا، او ۱مورد هم ناقانونه چلند ( د میاشتني معاش نه ورکول) دي.
این گزارش به زبان پشتو موجود نیست.
د ۲۰۱۸میلادي کال لومړنۍ شپږ میاشتې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو کورنۍ ته تر ټولو خونړۍ موده وه. په دغه موده کې د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو پروړاندې د تاوتریخوالي ۸۹ پیښې ثبت شوي، له دې جملې ۱۱ مورده یې د خبریالانو د وژنو پیښې دي چې هم د شدت او هم د شمیر له مخې بې مخینې دي. ټول هغه خبریالان چې په دغه موده کې وژل شوي دي په هدفمنده او مستقیمه توګه تربرید لاندې راغلي دي.
په هیواد کې د ناامنیو او بې ثباتیو ډیریدو د خبریالۍ په برخه کې خپلې مستقیمې اغیزې پریښي دي. د خبریالانو پروړاندې بې مخینې ګواښونو او تاوتریخوالو د رسنیو او بیان د ازادۍ د پایښت او سلامتیا په برخه کې خورا ډیرې اندیښنې رامنځته کړې دي، ځکه چې د بیان او رسنیو ازادي او د رسنیو زیاتیدا په تیرو شپاړسو کلونو کې د هیواد له خورا مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي. د رسنیو پر وړاندې ګواښونه د هیواد د یوې سترې لاسته راوړنې پروړاندې ګواښ بلل کیږي.
د ۲۰۱۷میلادي کال په لومړیو شپږومیاشتو کې کمیټې ۷۳ د تاوتریخوالي پيښې ثبت کړې دي چې پکې د وهلو ټکولو، ټپي کیدو، سپکاوي ، ګواښنې او لنډې مودې نیونې شاملې دي.دغه شمیره په تیرو ۱۶کلونو کې د کال په لومړیو شپږومیاشتو که دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي ترټولو لوړه کچه ښیی. دغه شمیره د ۲۰۱۶میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۳۵سلنه زیات والی ښیي تیرکال دا وخت د تاوتریخوالي ۵۴ قضیې ثبت شوې وي.
۲۰۱۶ کال د افغانسـتان د تاريـخ پـه اوږدو کـې د خبريالانـو او رسـنيو پـر وړانـدې خونـړی او مرګونـی کال شـمېرل کېـږي . پـه دې کال کـې ۱۳ تنـه خبريـالان ووژل شـول ، هغـه شـمېر چـې د افغانسـتان پـه تاريـخ کـې مخينـه نـه لـري . لـه دې سره سره چـې تهديدونـه د حکومتـي افـرادو پـه ګـډون د بېـا بېلـو ډلـو لخـوا رامنځتـه کېـږي ، خـو د خبريالانـو او رسـنيو پـر وړانـدې د طالبانـو دريـځ بدلېـدل د تهديدونـو د زياتـوالي او تاوتريخـوالي د مرګـوني کېـدا سـبب ګرځيـدلي
۲۰۱۶ کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی. یوازې په تیرو شپږومیاشتو کې تر دې دمه لس خبريالان وژل شوي چې دغه شمېره د افغانستان د رسنيو په تاريخ کې بې سارې ده. له بل پلوه دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه کې ثبت شوې شمیرې دتیرکال همدغه مهال په پرتله دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالوپیښو کې ۳۸سلنه زياتېدنه ښيي. په دغو پیښو کې وژنې ، ټپي کیدل او دخبریالانو پروړاندې نور ګواښونه شامل دي چې دا ټول د خبريالانو د خونديتوب پر وړاندې يوه جدي انديښنه بلل شوې ده.
د ۲۰۱۵ میـادي کال پـه لومړیـو شـپږو میاشـتو کـې د افغـان خبریالانـو دخوندیتـوب کیمټـې دخبریالانـو پـر وړانـدې دتاوتریخـوالي ۳۹پیښــې ثبــت کــړې دي . دغــه شــمیره دتیــرکال دهمدغــه وخــت پــه پرتلــه ۴۳ســلنه کموالــی ښــیي ،د ۲۰۱۴کال پــه همدغــو شـپوورځوکې ۶۳پیښـې ثبـت شـوې وې. د رپـوټ ورکونـې پـه دغـه مـوده کـې یـو کـس خبریـال وژل شـوی دی او څلورنورټپیـان شـوي دي.