په ډېرې خواشينۍ سره چې د هېواد يو پياوړی تصوير اخېستونکی خبريال هوشنګ هاشمي د جمعې په ورځ (چنګاښ په ۱۵مه) د امریکا په متحده ایالتونو کې ومړ.
إنا لله و إنا إلیه راجعون
ښاغلي هاشمي د خبريالۍ او د خبري انځور اخېستې برخه کې د اسوشتید پرېس، رویټرز او فرانسې خبري اژانسونو سره کار کړی دی.
د ښاغلي هاشمي مړينه د هېواد د رسنيو کور لپاره يوه ستره ضايعه ده.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب د نوموړي قدرمنې کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوي.

