د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت، دقیقو او پر وخت اطلاعاتو ته د مسؤلانه لاسرسي پر بنسټیز او حیاتي اهمیت ټینګار کوي.
دقیقو او پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی کولی شي د اوازو، دروغو او غلط اطلاعاتو د خپرېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي او ټولنه د اوازو له خپرولو وژغوري. همدارنګه، د افغانستان د اوسنیو شرایطو په پام کې نيولو سره، اطلاعاتو ته لاسرسی کولی شي د ټولنې د عیني واقعیتونو یو ډیر دقیق انځور وړاندې کړي.
څرنګه چې اطلاعات په دې دور او وخت کې د اتباعو په ژوند کې مهم رول لوبوي، نو د یوې عادلانه ټولنې او حساب ورکوونکي حکومتدارۍ د رامنځته کولو لپاره دقیقو او پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی مهم دی.
کمېټه د یوې عادلانه، رڼې او حساب ورکوونکې ټولنې د جوړولو لپاره، اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق پر اهمیت ټینګار کوي او په ټولو ښکیلو اړخونو غږ کوي چې د اطلاعاتو ته د خلکو د غوره لاسرسي لپاره کار وکړي.
اطلاعاتو ته د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له حکومتي چارواکو څخه غواړي چې اطلاعاتو ته د آزاد لاسرسي لپاره اغیزمن میکانیزمونه رامینځته کړي ترڅو د عامه اطلاعاتو شریکولو پروسه اسانه کړي.
د سپتمبر ۲۸مه د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ۷۴مې عمومي غونډې لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په توګه وټاکل شوه.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.
