د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه په هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، غزني، کندز، لغمان، جوزجان، سمنګان، نیمروز، غور، فراه، کونړ، لوګر، نورستان، بغلان، بدخشان، هلمند، بامیان، بادغیس او پکتیکا ولايتونو کې د ۳۱ دولتي ادارو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې د اطلاعاتو او کولتور رياستونو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، اترا، اقتصاد، امربالمعروف او نهی عن المنکر او په دغو ولايتونو کې د بېلابېلو ادارو مسوولینو، په لویځ، جنوب، مرکز، شرق، شمال شرق زونونو کې د کمېټې مسوولینو او استازو برخه اخېستې وه.
په دغو غونډو کې د خبریالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، په نشراتي برخه کې د سیمه ییزو رسنيو د ستونزو، د ویاندویانو د ټاکلو، اطلاعاتو ته د غوره لاسرسي د زمینې برابرولو او د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو عدالت غوښتنه وشوه.
په یادو ولايتونو کې حکومتي چارواکو د خبریالانو او رسنيو څخه د ملاتړ تر څنګ ډاډ ورکړ چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري کوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.





