افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، اطلاعاتو ته د عامه لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت، د عمومي پوهاوي او د خلکو او مسوولو بنسټونو د اړیکو لپاره، د پر وخت، کره او موثقو اطلاعاتو د لاسرسي پر رول ټينګار کوي.
باوري او پر وخت اطلاعات د اوازو او ناسمو اطلاعاتو د خپرېدو د مخنیوي له مهمو وسیلو څخه دي. هر څومره چې عامه اطلاعات په روښانه، کره او پر وخت ډول د خبریالانو په واک کې ورکړل شي، هماغومره د ټولنې د مهمو پېښو او موضوعاتو په اړه د ناسمو برداشتونو او ابهامونو زمینه کمېږي. د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دې موضوع ته لا ډېر اهمیت ورکول کېږي.
اطلاعاتو ته لاسرسی نه یوازې د خبریالانو د مسلکي دندو د ترسره کولو لپاره یوه اساسي اړتیا ده، بلکې عام وګړي هم د خپل ژوند او ټولنې اړوندو موضوعاتو په اړه د پوهاوي لپاره باوري اطلاعاتو ته اړتیا لري. اطلاعاتو ته د ښه لاسرسي زمینه برابرول کولای شي د روڼتیا د زیاتوالي، د مسوولو ادارو د حساب ورکونې د پیاوړتیا او د عامه اطلاعاتو بهیر د ښه والي لپاره زمینه برابره کړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له دولتي ادارو او نورو اړوندو چارواکو غواړي چې عامه اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر اسانه کړي او داسې زمینه برابره کړي چې خبریالان وکولای شي خپل اړین اطلاعات په کره او پر وخت ډول ترلاسه کړي.
همدارنګه، کمېټه د عامه اطلاعاتو د وړاندې کولو لپاره د مشخصو او اغېزمنو میکانیزمونو پر جوړولو او پیاوړتیا ټینګار کوي چې د مسوولو ادارو، رسنیو او خلکو ترمنځ اړیکې لا منظمې او اغېزمنې شي.
د سپټمبر ۲۸مه د ملګرو ملتونو له خوا اطلاعاتو ته د عامه لاسرسي د نړیوالې ورځې په توګه ټاکل شوې ده. دا ورځ اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي پر اهمیت او په ټولنه کې د هغه پر رول ټینګار کوي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه به د خبریالانو د ملاتړ، د رسنیز کار پر وړاندې د شته ستونزو د حل او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
