د مې درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اعلامیه

Presee relase Pashto.jpg

13 ثور 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د مې د درېیمې په مناسبت، چې د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د رسنیو د ملاتړ او ورته اړوند ټولو نړیوالو او ملي سازمانو سره په یوه غږ د بې پرې رسنیز کار پر اهمیت ټینګار کوي.


د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ د رسنیو د  ازادۍ په اساسي اصولو، له رسنیو څخه د دولتونو په ملاتړ، د رسنیو د ازادۍ د هر اړخیز وضعیت د ارزونې او د هغو خبریالانو چې د رسنیو د ازادۍ او رسنیز کار په برخه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، د ملګرو ملتونو ملتونو عمومي مجمع د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې په ۱۹۹۳ کال کې تصویب شوه.


رسنۍ د ټولنې د یوې بنسټیزې پایې په توګه اطلاعاتو ته د وګړو د لاسرسي د تامین، د روڼتیا د ټینګښت، ځواب ورکوني او د قانون د حاکمیت په برخو کې مهم رول ترسره کوي. همدارنګه، رسنۍ د واقعیتونو د انعکاس او متنوع لیدلورو د وړاندې کولو له لارې، عامه پوهاوي او په ټولنیز او سیاسي چارو کې د خلکو معنادار مشارکت ته زمینه برابروي.


په وروستیو کلونو کې د دې سربېره چې د هېواد رسنیز سکټور په بېلابېلو برخو کې له جدي ننګونو سزه مخ و، رسنیو او خبریالانو د اطلاع رسوني په برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ نه دی کړی.


په تېر یوه کال کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ګڼې قضیې ثبت شوې دي او افغانستان د دوو خبریالانو د شهادت او دوو نورو د ټپي کېدو شاهد و. همدارنګه، خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي او شغلي خوندیتوب په برخو کې له سختو ستونزو سره مخ و.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې لازم ګامونه واخلي. د دې سربېره، کمېټه له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په برخه کې اغېزمن حمایوي میکانیزمونه رامنځ ته کړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي چاره اسانه کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د هېواد د رسنیز سکټور له ټولو شریکانو او ملاتړ کوونکو څخه غوښتنه کوي، چې د رسنیو اقتصادي لاسنیوی وکړي او د خبریالانو او رسنیو د ظرفیت لوړونې په برخه کې ګټورو پروګرامونو ته پام وکړي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په هېواد کې خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو په برخه کې په دوامداره توګه خپلې هڅې کوي.