د راپور چمتو کولو پرمهال د خبریالانو د مرګ ژوبلې په اړه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اعلامیه

Presee relase Pashto.jpg

23 میزان 1404

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د  خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو د راپور جوړولو پر مهال د پکتیا ولایت د ملي تلویزیون د خبریال عبدالغفور عابد د شهادت په اړه د رسنیو ستر کور او د نوموړي کورنۍ سره خواخوږي ښيي.


إنا لله و إنا إلیه راجعون


په دې پېښه کې د پکتیا د ملي تلویزیون بل خبریال تواب ارمان او د هغوی موټر چلوونکی هم ټپيان شوي دي.


د کمېټې د جنوب ختیځ زون مسوول او د پکتیا ولایت استازي د پېښې له لومړیو شیبو څخه، له ځايي چارواکو سره په همغږۍ، د زیانمن شویو خبریالانو قضیه څارلې او د پېښې جزئیات یې تعقیب کړي دي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د پاکستاني ځواکونو دا کړنه د بشري اصولو، اخلاقي معیارونو او نړیوالو قوانینو خلاف بولي او د ملي او نړیوالو مسوولو ادارو څخه د دې پېښې د شفافې او بشپړې څېړنې غوښتنه کوي.


کمېټه د شهید عبدالغفور عابد د درنې کورنۍ او خپلوانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو سربېره ډاډ ورکوي، چې د ټپیانو د درملنې او ښه وضعیت لپاره اړینې روغتیايي مرستې او اسانتیاوې برابرې کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له ټولو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو څخه غوښتنه کوي، چې په جګړو او ګواښ لاندې سیمو کې د راپور ورکولو پر مهال د شخصي او مسلکي خوندیتوب اصولو ته جدي پام وکړي.