د ناصر ظاهري د مړینې په اړه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د غمرازۍ پيغام

Presee relase Pashto.jpg

4 سنبله 1404

په ډېرې خواشینۍ سره، ناصر ظاهري، د بلخ ولایت یو مشهور خبریال او انځور اخیستونکی، د ورپېښې ناروغۍ له امله د ژوند پور پرې کړ.


انا لله و انا الیه راجعون


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د هغه د کورنۍ او د هغوی له پاتې کسانو سره خپله ژوره خواخوږي  او غمرازي شریکوي.


د ښاغلي ظاهري مړینه د هېواد  د رسنيو ټولنې، په ځانګړې توګه د بلخ ولایت لپاره یوه لویه ضایعه ده.