په ډېرې خواشینۍ سره چې د هېواد د رسنیز ډګر يوه مخکښه څېره او په کونړ کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول خان ولي سالارزی د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.
انالله وانا الیه راجعون
ښاغلي سالارزي له دوو لسیزو راهېسې کونړ کې د ملي راډيو تلویزیون د آمر او د پژواک خبري اژانس د خبریالۍ په ګډون له یو شمېر رسنیو سره دندې ترسره کړې دي.
د ښاغلي سالارزي مړينه د هېواد د رسنیو د ستر کور او په ځانګړي توګه د کونړ لپاره ستره ضایعه ده.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خپلې ژورې خواخوږۍ او تسلیت مراتب د نوموړي کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوي.

